Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 9:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 داسې ولې وشول؟ ځکه چې د هغوئ کوشش د ايمان په بنياد نۀ وو بلکې د عمل په بنياد وو. هغوئ په کاڼى تيندک وخوړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 9:32
15 Iomraidhean Croise  

بيا به هغه تاسو محفوظ ساتى. خو هغه به د اِسرائيل او د يهوداه دپاره يو داسې کاڼے وى چې د تيندک باعث به جوړيږى، او خلق به پرې تيندک وخورى او راوبه غورزيږى. او د يروشلم د خلقو دپاره به هغه يو دام او يو جال جوړ شى.


په هغوئ کښې به ډېر تيندک وخورى راوبه غورزيږى او ټوټې ټوټې به شى. هغوئ به په دام کښې راګېر شى.“


دغه شان هغوئ هغه رد کړو. خو عيسىٰ په دې وينا مجبور شو چې، ”د نبى په هر ځائ کښې عزت وى بغېر د خپل ښار او د خپلو خپلوانو او د خپل خاندان نه.“


بيا شمعون د هغۀ دپاره برکت وغوښتو او د هغۀ مور مريمې ته يې ووئيل چې، ”دا ماشوم په بنى اِسرائيلو کښې د ډېرو د بربادېدو او آبادېدو دپاره مقرر شوے دے، او د خُدائ پاک د طرف نه داسې نښه ده چې ډېر خلق به د هغۀ مخالفت کوى


او بختور دى هغه څوک چې ما نۀ ازاروى.“


ځکه چې هغوئ د هغه صداقت نه ځان ناخبره کړے دے چې د خُدائ د طرفه دے، او هغوئ د خپل صداقت قائمولو کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک د صداقت تابعدارى نۀ کوى.


نو زۀ تپوس کوم، چې ولې هغوئ تيندک وخوړلو نو هغوئ د تل دپاره پرېوتل څۀ؟ نه، بلکل نه، بلکې د هغوئ د نافرمانو په وجه غېر‌يهوديانو خلاصون وموندلو، او په دې سبب بنى اِسرائيل هغوئ سره په حسد شول.


نو خُدائ پاک د خپل فضل په مطابق دا وعده ځکه وکړه چې اِبراهيم په هغۀ ايمان راوړے وو، د دې دپاره چې د هغۀ فائده د اِبراهيم ټول نسل ته د بخښنې په طور ورسى. نۀ يواځې د هغوئ دپاره چې په شريعت قائم دى، بلکې د هغوئ دپاره هم چې د اِبراهيم په شان ايمان لرى، ځکه چې هغه زمونږ د ټولو پلار دے.


خو مونږ په سولۍ شوى مسيح زيرے ورکوو چې د يهوديانو په نزد د تيندک خوړلو کاڼے او د غېر‌يهوديانو په نزد بې‌وقوفى ده.


ځکه چې صحيفې فرمائى چې، ”ګورئ، زۀ په صيون کښې د ګوټ غوره کړے او قيمتى کاڼے ږدم، او څوک چې په هغۀ ايمان راوړى هغه به شرمنده نۀ شى.“


او، ”يو داسې کاڼے چې د تيندک باعث جوړيږى او خلق پرې تيندک خورى او راغورزيږى.“ هغوئ تيندک خورى ځکه چې هغوئ د کلام نافرمانى کوى او هغوئ د دې کولو دپاره اول نه مقرر شوى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan