25 لکه څنګه چې هغۀ د هوسيع په کِتاب کښې فرمائيلى دى چې، ”هغوئ څوک چې زما اُمت نۀ وو، هغوئ ته به زۀ خپل اُمت ووايم، او هغه چې زما محبوبه نۀ وه، هغې ته به خپله محبوبه ووايم.
تا بنى اِسرائيليان همېشه دپاره خپل خلق جوړ کړى دى او مالِکه خُدايه، تۀ د هغوئ خُدائ پاک شوې.
لږ وروستو زۀ په تا تېرېدم، نو کله چې ما تا ته وکتل نو ومې ليدلې چې تۀ د مينې کولو قابله شوې، ما د خپلو جامو يو حِصه په تا وغوړوله او ستا شرم مې پټ کړو. ما قسم وخوړلو او تا سره مې لوظ وکړو، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل، او تۀ زما شوې.
په هغه وخت کښې به زۀ د بنى اِسرائيلو يو تخم وکرم او ځان دپاره به يې زرغون کړم. زۀ به هغه خلقو ته خپل رحم وښايم په چا چې رحم نۀ دے شوے، او کوم خلق چې زما قوم نۀ وُو هغوئ ته به زۀ خپل قوم ووايم، او هغوئ به راته خُدائ پاک ووائى.“
ځکه چې پلار په خپله تاسو سره مينه کوى، ځکه چې تاسو ما سره مينه کوئ او ستاسو دا ايمان دے چې زۀ د خُدائ پاک د طرف نه راغلے يم.
زۀ د روم هغه ټولو اوسېدونکو ته سلام وايم چې د خُدائ پاک محبوبان دى او چې د ايماندار کېدو دپاره رابللے شوى دى. زمونږ خُدائ پلار او مالِک عيسىٰ مسيح دې تاسو لا فضل او سلامتى درکړى.
مخکښې تاسو د خُدائ پاک اُمت نۀ وئ خو اوس يئ، مخکښې په تاسو رحمت نۀ وو شوے خو اوس په تاسو رحمت وشو.