24 مونږ هم په هغه خلقو کښې حساب يُو کوم چې د يهوديانو او غېريهوديانو نه رابللے شوى دى.
يهوداه به د مشرۍ جنډا نيسى، او د هغۀ اولاد به همېشه حکومت کوى. قومونه به هغۀ له قلنګ راوړى، او د هغۀ په مخکښې به د تابعدارۍ سره ټيټيږى.
ټوله دُنيا به مالِک خُدائ ياد کړى او هغۀ ته به راوګرځى، د دُنيا ټول قومونه او هر خاندان به هغۀ ته سجده وکړى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”ما خپل ځان هغوئ ته څرګند کړو چا چې زما تپوس نۀ کولو، او په هغوئ مې ځان پېدا کړو چا چې زما لټون نۀ کولو. ما وئيل چې، زۀ حاضر يم، زۀ حاضر يم. خو بيا هم دې قوم زما نوم نۀ اخستلو.
شمعون مونږ ته ووئيل چې خُدائ پاک څنګه په اول ځل د غېريهوديانو نه خلق د خپل ځان دپاره خوښ کړل.
نو ځکه په يهودى او په غېر يهودى کښې هيڅ فرق نشته چې هم دغه يو خُدائ پاک د ټولو مالِک دے او د هغوئ ټولو دپاره چې هغۀ ته زارى کوى، غنى دے.
خُدائ پاک په خپلو خبرو کښې وفادار دے، د هغۀ په وسيله تاسو د هغۀ د زوئ، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د شراکت دپاره راوبللے شوئ.
په تاسو کښې نور نۀ څوک اوس يهودى او نۀ يونانى، نۀ څوک غلام او نۀ آزاد، نۀ څوک نارينه او نۀ زنانه شته، ځکه چې تاسو ټول اوس په عيسىٰ مسيح کښې يو شان يئ.
په دې نوى ژوند کښې نۀ يهودى پاتې شو، نۀ غېر يهودى، نۀ سنت شوى، نۀ ناسنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غلام او نۀ آزاد، بلکې مسيح په تاسو ټولو کښې هر څۀ دے.
نو ځکه اے پاکو وروڼو او خوېندو، تاسو چې په آسمانى بلنه کښې شريک يئ، په هغه رسول او مشر اِمام عيسىٰ غور وکړئ د چا چې مونږ اِقرار کوُو.
د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى.
بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”دا وليکه چې، بختور دى هغه خلق چې د ګډُورى د وادۀ مېلمستيا ته رابللے شوى دى.“ او نور يې ووئيل چې، ”دا د خُدائ پاک برحق کلام دے.“