20 نه، داسې مۀ وايه، تۀ څوک يې چې خُدائ پاک سره بحث وکړې؟ ولې يو لوښے کُلال ته دا وئيلے شى چې تا زۀ په دې رنګ ولې جوړ کړے يم؟
بادشاه ابيشى او د هغۀ ورور يوآب ته وفرمائيل، ”دا ستا کار نۀ دے. کۀ هغه ما ته کنځل کوى او هغۀ ته مالِک خُدائ دا فرمائيلى وى، نو څوک دا حق لرى چې تپوس ترې نه وکړى چې دا ولې کوې؟“
ستاسو د هوائى خبرو څۀ حد نشته څۀ؟ يا په څۀ وجه باندې تاسو خبرې نۀ بندوئ؟
تۀ په خُدائ پاک باندې اِلزام ولې لګوې، وائې چې هغه به زما د يوې خبرې جواب هم ونۀ کړى؟
هيڅوک خُدائ پاک ته دا نۀ شى وئيلے چې هغه به څۀ کوى، او څوک ورته وئيلے شى چې تا غلط کار کړے دے؟
”تۀ اوس هم د قادر خُدائ سره بحث کول غواړې څۀ؟ څوک چې د خُدائ پاک سره بحث کوى نو هغه به جواب ورکوى.“
ما ډېر څۀ وئيلى دى، نور زۀ څۀ نۀ وايم.“
ولې تۀ د دې ثابِتولو کوشش کوې چې زۀ بېاِنصافه يم، او ما غلط وګڼې او خپل ځان ته صحيح ووائې؟
هغه زما په شان فانى انسان نۀ دے، نو ځکه نۀ ورسره بحث کولے شم او نۀ يې د جرګې ځائ ته بوتلے شم.
خو مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې يو تبر دا دعوىٰ کولے شى چې دا د هغه سړى نه تکړه دے چې څوک دا تبر استعمالوى؟ ولې يو آرا دا دعوىٰ کولے شى چې دا د هغه سړى نه تکړه ده چې څوک دا استعمالوى؟ يوه چُوکه سړے نۀ راپورته کوى بلکې سړے چُوکه راپورته کوى.“
هغوئ هر يو څيز ګډ وډ کوى. د کُلال اهميت زيات دے کۀ د خټې؟ يو کس چې څۀ څيز جوړ کړى نو هغه څيز خپل جوړېدونکى ته داسې وائى څۀ، ”تا زۀ نۀ يم جوړ کړے،“ او يا دا چې، ”تۀ په هيڅ هم نۀ پوهېږې؟“
خو اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ پلار يې. مونږ د خټې په شان يُو او تۀ د کُلال په شان يې. تا مونږ جوړ کړى يُو،
”اے بنى اِسرائيلو، نو زۀ دا نۀ شم کولے چې تاسو سره هغه کار وکړم کوم به چې کُلال د خټې سره کولو؟ لکه څنګه چې خټه د کُلال په لاس کښې وه، داسې تاسو زما په لاس کښې يئ. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“
هغۀ تاسو ته ووئيل، اے انسانه، چې ښېګړه څۀ ته وائى، او مالِک خُدائ درنه څۀ غواړى، يعنې چې اِنصاف کوئ او د رحم سره مينه کوئ او د خپل مالِک خُدائ سره په عاجزۍ سره تلل کوئ.
دا زما اختيار نۀ دے څۀ چې زۀ خپل مال څنګه وويشم؟ تۀ په دې راته په بد نظر ګورې چې زۀ سخى يم؟
هغۀ جواب ورکړو چې، ”وروره، زۀ چا ستاسو منصف او ثالث مقرر کړے يم؟“
تاسو څوک يئ چې د بل چا په نوکرانو اِلزام لګوئ؟ د هغوئ مالِک به په خپله د هغوئ د خِدمت په حقله فېصله وکړى. او د مالِک خُدائ په مدد سره به هغوئ په خپل خِدمت کښې کامياب شى.
اے دوستانو، تاسو چې بل څوک مجرموئ، تاسو هر څوک چې يئ، تاسو سره هيڅ عُذر نشته. کله چې تاسو بل څوک مجرموئ نو په دې سره تاسو خپل ځان مجرموئ ځکه چې هم هغه کارونه تاسو په خپله کوئ.
نو کله چې تاسو نور په داسې کارونو مجرموئ، او بيا تاسو په خپله هم هغه کارونه کوئ نو ولې تاسو دا سوچ کوئ چې ګنې تاسو به د خُدائ پاک د عدالت نه بچ شئ څۀ؟
ولې د کُلال دا حق نۀ وى چې هم د دغې ډيرى د خټې نه دوه لوښى جوړ کړى، يو د خاص استعمال دپاره او بل د عام استعمال دپاره؟
خو کۀ د خُدائ پاک مرضى وه چې خپل غضب وښائى او خپل طاقت څرګند کړى نو ځکه يې د غضب هغه لوښو سره ډېر صبر وکړو چې د تباه کېدو دپاره تيار شوى وُو،
هغوئ چرته دى چې هوښيار دى؟ عالمان چرته دى؟ د دې زمانې تکړه بحث کوونکى چرته دى؟ ولې خُدائ پاک د دُنيا حِکمت ته بېوقوفى نۀ ده وئيلې؟
ولې چې اے ښځې، تۀ څۀ خبر يې، کېدے شى چې تۀ خپل خاوند بچ کړې. او اے سړيه، تۀ څۀ خبر يې، کېدے شى چې تۀ خپله ښځه بچ کړې.
او د هغوئ په مينځ کښې مدام بحث پېدا کيږى د چا عقل چې خراب شوے دے، او د حق نه محروم دى او هغوئ ديندارى تش د ګټې ذريعه ګڼى.
په لوئ کور کښې نۀ يواځې د سرو زرو او سپينو زرو لوښى وى بلکې د لرګى او خاورين لوښى هم وى، دا څۀ د خاص او څۀ د عام استعمال دپاره وى.
غلامانو ته ووايه چې د خپلو مالِکانو حُکم دې منى او په هره خبره کښې دې هغوئ خوشحاله ساتى او د هغوئ سره دې بحث نۀ کوى،
اے کم عقله، ولې تۀ په دې هم نۀ پوهېږې چې د نېک کار کولو نه بغېر ايمان عبث دے؟