Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 9:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 نو تۀ به ما ته وائې چې، ”بيا خُدائ پاک ولې مونږ ملامتوى ځکه چې څوک د هغۀ د مرضۍ مخالفت کولے شى؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 9:19
19 Iomraidhean Croise  

تاسو زما خِلاف د بدو منصوبه جوړه کړه، خو خُدائ پاک دا په نېکۍ بدله کړه، ترڅو چې د ډېرو خلقو ژوند بچ کړى کوم چې نن ژوندى پاتې دى.


او هغۀ په اوچت آواز دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، زمونږ د پلار نيکۀ خُدائ پاکه، تۀ په آسمان کښې د دُنيا په ټولو قومونو باندې بادشاهى کوې. ستا په لاس کښې طاقت او قوت شته او هيڅ څوک ستا مخالفت نۀ شى کولے.


کۀ دا د زور خبره وى، نو هغه طاقتور دے. کۀ دا د اِنصاف خبره وى، نو هغه عدالت ته څوک راغوښتے شى؟


ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.


هغوئ هر يو څيز ګډ وډ کوى. د کُلال اهميت زيات دے کۀ د خټې؟ يو کس چې څۀ څيز جوړ کړى نو هغه څيز خپل جوړېدونکى ته داسې وائى څۀ، ”تا زۀ نۀ يم جوړ کړے،“ او يا دا چې، ”تۀ په هيڅ هم نۀ پوهېږې؟“


د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“


د اِبن آدم په حق کښې چې په صحيفو کښې څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم مُخبرى کوى. کۀ هغه سړے پېدا شوے نۀ وے نو دا به ډېره ښۀ وه.“


دا سړے د خُدائ پاک د خاص منصوبې او د پوهې په مطابق تاسو ته حواله کړے شو او تاسو هغه د بې‌دينه خلقو په وسيله په سولۍ وخېژولو او مړ مو کړو.


تۀ به وائې چې، ”څانګې د دې دپاره پرېکړے شوې چې زۀ په کښې پيوند کړے شم.“


نو اوس کۀ مونږ زيرے بيانوو چې مسيح له مړو نه بيا راژوندے شوے دے نو بيا په تاسو کښې ځينې دا څنګه وائى چې د مړو بيا ژوندى کېدل نشته؟


خو څوک به تپوس وکړى چې، ”مړى څنګه راژوندى کيږى او د هغوئ بدن به څۀ قِسم وى؟“


د آزمېښت په وخت کښې دې څوک هم داسې نۀ وائى چې، ”زۀ خُدائ پاک ووآزمائيلم،“ ځکه چې خُدائ پاک څوک هم په ګناه نۀ آزمائى او نۀ هغه څوک په آزمېښت کښې اچوى.


خو څۀ خلق به وائى چې، ”تۀ ايماندار يې او زۀ نېک کارونه کوم.“ تۀ خپل ايمان بغېر د نېک کارونو نه ما ته وښايه او زۀ به خپل ايمان درته په نېک کار کولو وښايم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan