15 ځکه چې هغۀ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”زۀ مالِک خُدائ يم او څوک چې زۀ غوره کړم زۀ هغوئ ته خپل رحم او ترس ښايم.“
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما شان او شوکت به ستا په مخکښې تېر شى او ستا په مخکښې به زۀ خپل مقدس نوم واخلم کوم چې مالِک خُدائ دے. زۀ مالِک خُدائ يم او څوک چې زۀ غوره کړم زۀ هغوئ ته خپل رحم او ترس ښايم.
د ونو څانګې اوچې شوې او ماتې شوې دى او ښځې يې د خشاک په توګه راغونډوى. خلق په هيڅ څيز باندې هم ځان نه پوهوى نو په دې وجه چا چې هغوئ پېدا کړى دى ورباندې هيڅ رحم نۀ کوى، چا چې هغوئ تخليق کړى دى ورباندې هيڅ ترس نۀ کوى.
ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې.
نو دا د انسان په خواهش يا محنت باندې نۀ ده بلکې د خُدائ په رحم باندې ده.