Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 9:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 زۀ په مسيح کښې رښتيا وايم، دروغ نۀ وايم، او زما خپل ضمير د روحُ القُدس په وسيله د دې تصديق کوى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 9:1
16 Iomraidhean Croise  

هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ د خپل زړۀ نه خِدمت کوم او د هغۀ د زوئ زيرے خوروم، هغه خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ تاسو مسلسل په خپلو دُعاګانو کښې يادوم.


نو هغوئ دا ښکاره کوى څۀ چې په شريعت کښې دى هغه د هغوئ په زړُونو ليکلى دى. د هغوئ ضمير د هغې ګواهى ورکوى او د هغوئ خيالونه به هغوئ ملامتوى او يا به د هغوئ دفاع کوى.


دا هغه روح دے چې په خپله زمونږ روح سره دا ګواهى ورکوى چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو،


زما په زړۀ کښې ډېر لوئ غم او نۀ ختمېدونکے درد دے.


دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.


خُدائ پاک ګواه دے چې زۀ ستا د بچ کېدو دپاره کورنتوس ته واپس رانۀ غلم.


څنګه چې د مسيح حقيقت په ما کښې دے نو د اخيه په علاقه کښې به هيڅوک ما د دې فخر نه منع نۀ کړى.


د مالِک عيسىٰ د خُدائ پاک او پلار حمد و ثنا دې همېشه وى، هغه خبر دے چې زۀ دروغ نۀ وايم.


کېدے چې تاسو دا سوچ کوئ چې مونږ ستاسو په وړاندې د خپل ځان دفاع کوُو؟ خو مونږ د خُدائ پاک په وړاندې په مسيح کښې خبرې کوُو. خوږو عزيزانو، دا هر څۀ مونږ ستاسو د ترقۍ دپاره کوُو.


کومې خبرې چې زۀ تاسو ته ليکم، خُدائ پاک حاضر ناظر دے چې زۀ هيڅ دروغ نۀ وايم.


خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ څومره د عيسىٰ مسيح په مينه کښې ستاسو ټولو د ليدلو خواهشمند يم.


ځکه چې تاسو ته پته ده او خُدائ پاک هم زمونږ ګواه دے چې نۀ خو مونږ په خپلو خبرو کښې خوشامندى کړې ده او نۀ مو څۀ لالچ کړے دے.


خو زمونږ د داسې هدايت ورکولو نه مقصد هغه مينه ده چې په پاک زړۀ او نېک نيت او رښتينى ايمان سره پېدا کيږى.


زۀ د دې دپاره بيان کوونکے او رسول او غېرو يهوديانو ته د ايمان او حقيقت خبرې ښوونکے مقرر شوم، دا زۀ دروغ نۀ وايم بلکې رښتيا وايم.


زۀ د خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح او د غوره شوو فرښتو په مخکښې تا له حُکم درکوم او تاکيد کوم چې په دې هداياتو بغېر د تعصب نه عمل کوه او د هيچا طرفدارى مۀ کوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan