7 ځکه چې د ګناه فطرت د خُدائ پاک مخالف دے او نۀ د خُدائ پاک د شريعت تابعدار دے او نۀ کېدے شى.
د حنانى زوئ ياهُو پېغمبر د بادشاه سره مِلاوېدو له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا په خيال کښې دا صحيح خبره ده چې د هغه خلقو مدد وکړے شى چې کوم بدعمله دى او د هغه خلقو طرفدارى وکړے شى چې څوک د مالِک خُدائ نه نفرت کوى؟ تا چې څۀ کړى دى د هغې په وجه تا په خپل ځان باندې د مالِک خُدائ غصه راپارولې ده.
چې خُدائ پاک ته غصه يې؟ او ستا د خولې نه داسې ګډې وډې خبرې وځى؟
کم عقلان په خپل زړۀ کښې وائى چې، ”خُدائ پاک نشته.“ دوئ په بدو اخته شول او بدعمله دى، تر دې چې يو هم نشته چې نېک وى.
يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يو غېرتى خُدائ يم. زۀ هغه خلقو او د هغو اولادونو له د درېم او څلورم نسل پورې سزا ورکوم څوک چې زما نه کرکه کوى.
ولې د ايتهوپيا يو سړے د خپلې څرمنې رنګ بدلولے شى؟ يا يو پړانګ د ځان نه خالونه لرې کولے شى څۀ؟ نه کله هم نه، هم دغه رنګ تۀ په بدو عملونو دومره عادت شوے يې چې تۀ کله هم نېک کارونه نۀ شې کولے.
زۀ به دا د دې دپاره وکړم چې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په زړونو دوباره قبضه وکړم، ټولو چا چې زۀ د خپلو بُتانو په وجه پرېښودے يم.
اے د مارانو بچو، ستاسو خبرې څنګه ښې کېدے شى چې په خپله تاسو ښۀ نۀ يئ؟ ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى.
نو کۀ څوک ورنه د شريعت يوه ذره شان هم مات کړى او نورو خلقو ته د داسې کولو تعليم ورکړى نو د آسمان په بادشاهۍ کښې به د دوئ ځائ د ټولو نه لاندې وى. خو هغه څوک چې په شريعت عمل وکړى او نورو ته يې تعليم هم ورکوى، هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې لوئى بيامومى.
دُنيا تاسو نه نفرت نۀ شى کولے خو زما نه نفرت کوى ځکه چې زۀ د دې خلاف ګواهى ورکوم چې د دې کارونه بد دى.
او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى.
غېبت کوونکى، د خُدائ پاک نه نفرت کوونکى، بد سره، مغروره او لافې کوونکى دى. دوئ ورانے جوړوى او د مور پلار نافرمانه دى.
نو بيا ولې مونږ د ايمان په وسيله شريعت شا ته غورزوو؟ هيڅکله نه، بلکې مونږ خو شريعت نور هم مضبوطوو.
ځکه چې کله مونږ د خُدائ پاک دشمنان وُو نو مونږ د هغۀ د زوئ د مرګ په وسيله ورسره رضا شُو، او د دې نه زيات، د هغۀ د زوئ د ژوند په وسيله به بچ شُو.
زۀ په باطن کښې د خُدائ پاک په شريعت خوشحاله يم.
نو چې د شريعت صحيح تقاضا په مونږ کښې پوره شى چې بيا د روح په مطابق ژوند تېروو، نه چې د ګناه د فطرت په مطابق.
خو څوک چې روحانى نۀ وى نو هغوئ د خُدائ پاک د روح خبرې نۀ منى ځکه چې دا د هغوئ په نزد بېوقوفى ده، او هغوئ په هغې نۀ شى پوهېدے ځکه چې هغوئ تش د روحُ القُدس په وسيله پوهېدے شى.
ما د بېشريعته خلقو دپاره ځان بېشريعته جوړ کړو نو چې بېشريعته د مسيح دپاره راولم، اګر کۀ زۀ د خُدائ پاک د شريعت نه آزاد نۀ يم بلکې د مسيح په شريعت يم.
يو وخت تاسو پخپله هم د خُدائ پاک نه لرې وئ او د خپلو سوچونو او بدو اخلاقو په وجه د هغۀ مخالفين وئ.
چا ته هم وخت مۀ ورکوئ چې خپل ځان دې ښۀ وګڼى او تاسو دې مجرم کړى. هغوئ خپل ځان په ظاهرى عاجزى ښودلو سره او د فرښتو په عبادت کولو او د روياګانو د ليدو په تفصيلى بيان سره نور خلق مجبوروى. او د هغوئ غېر روحانى ذهن هغوئ پړسولى دى.
دوکه باز، بېپرواه، کبرژن، او د خُدائ پاک په نسبت عېش زيات خوښوونکى وى.
خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو باندې به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.
اے زناکارو خلقو، ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دُنيا سره ملګرتيا کول د خُدائ پاک سره دشمنى کول دى؟ نو ځکه څوک چې د دې شريرې دُنيا سره مينه کوى، هغه د خُدائ پاک سره دشمنى کوى.
هغوئ ښځو ته د زنا کارۍ په سترګو ګورى او د ګناه نه نۀ شى اوړېدے، هغوئ کمزورى خلق راګېروى، د هغوئ زړونه په حرص آموخته شوى دى، هغوئ لعنتيان دى.