32 هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو، نو بيا د دې سره به مونږ ته نور څيزونه رانۀ کړى څۀ؟
فرښتې وفرمائيل، ”هلک له چې هيڅ تکليف ورنۀ کړې او نۀ ورته څۀ ووائې. ما ته پته ده چې تۀ د خُدائ پاک نه يرېږې، ځکه چې تا هغۀ ته خپل اېک يو زوئ هم پېش کړو.“
خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے. ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى، هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى د کومو خلقو لارې چې بېداغه وى.
خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.
او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”دا زما خوږ زوئ دے چې زۀ ترې راضى يم.“
نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ، نو ستاسو آسمانى پلار به څومره ښۀ څيزونه هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترېنه غواړى.
خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى.
ځکه کۀ چرې خُدائ پاک اصلى څانګې پرې نۀ ښودلې نو هغه به تا هم پرې نۀ ږدى.
هغه څوک چې زمونږ د نافرمانو په وجه مرګ ته حواله شو او زمونږ د صادق کولو دپاره بيا راژوندے شو.
ځکه چې د ګناه بدل مرګ دے خو د خُدائ پاک بخښنه زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې د تل ژوندون دے.
مونږ ته پته ده څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى د هغه خلقو د ښېګړې دپاره هر څۀ په شريکه کار کوى يعنې کوم خلق چې د هغۀ د ارادې په مطابق رابللے شوى دى.
خو مونږ دُنياوى روح نۀ دے حاصل کړے، بلکې هغه روح مو حاصل کړے دے چې د خُدائ پاک د طرفه دے، د دې دپاره چې هغه نعمتونه وپېژنو کوم چې خُدائ پاک مونږ ته وړيا راکړى دى.
څۀ چې مونږ په ځان تېروو هغه ستاسو د فائدې دپاره تېروو، او څنګه چې د خُدائ پاک فضل ډېرو خلقو ته ملاويږى نو خلق به هم ډېره شُکر ګزارى کوى، نو په دې به خُدائ ته نور جلال هم ملاويږى.
خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.
کۀ مونږ غمژن يُو خو هر وخت خوشحاله يُو، مونږ غريبانان يُو خو ډېر خلق غنيان کوُو، مونږ سره څۀ نشته خو بيا هم راسره هر څۀ شته.
رښتينې مينه په دې کښې نۀ ده چې مونږ د خُدائ پاک سره مينه وکړه بلکې په دې کښې ده چې هغۀ مونږ سره مينه وکړه، او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره هغۀ خپل زوئ راولېږلو.
څوک چې کامياب شى هغه به د دې وارث شى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بچى وى.