Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 8:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 او هم دا د مخکښې نه مقرر کړے شوى هم وُو او هغه څوک چې خُدائ رابللى دى، هغه يې صادقان کړى هم دى، او څوک چې هغۀ صادقان کړى دى، هغوئ ته يې خپل جلال هم ورکړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 8:30
42 Iomraidhean Croise  

تاسو ما د دُنيا د سرونو نه راوستلئ، ما تاسو د دې لرې ګوټونو نه راوغوښتلئ او ما تاسو ته وفرمائيل، ”تاسو زما خِدمت کوونکى يئ. ما تاسو غوره کړئ او رد مې نۀ کړئ.“


کومه لوئى چې تا ما له راکړې ده هغه ما دوئ له ورکړه د دې دپاره چې دوئ يو وى لکه چې مونږ يو يُو.


اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده.


زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې زما خبرو ته غوږ ږدى او په هغه چا ايمان راوړى چې زۀ يې رالېږلے يم، هغه تل عُمرى ژوندون لرى. او هغه به مجرم نۀ شى ځکه چې هغه د مرګ نه ژوندون ته اوړېدلے دے.


او تاسو هم په هغه رابللے شوو خلقو کښې شامل يئ چې د عيسىٰ مسيح سره تړون ولرئ.


ځکه چې د خُدائ پاک نعمتونه او د هغۀ بلنه نۀ بدلېدونکې دى.


نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى.


چې مخلوقات به په خپله يوه ورځ د فنا کېدو نه آزاد شى او د خُدائ پاک د بچو د جلال په آزادۍ کښې به شامل شى.


مونږ ته پته ده څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى د هغه خلقو د ښېګړې دپاره هر څۀ په شريکه کار کوى يعنې کوم خلق چې د هغۀ د ارادې په مطابق رابللے شوى دى.


د خُدائ پاک د هغه جماعت په نوم چې په کورنتوس کښې دے، يعنې د هغوئ په نوم چې په عيسىٰ مسيح کښې پاک کړے شوى او بللے شوى مقدسين دى، او د هغوئ ټولو په نوم هم چې په هر ځائ کښې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح او د خپل مالِک دواړو په نوم عبادت کوى،


خُدائ پاک په خپلو خبرو کښې وفادار دے، د هغۀ په وسيله تاسو د هغۀ د زوئ، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د شراکت دپاره راوبللے شوئ.


بلکې مونږ د خُدائ پاک د هغه پټ حِکمت راز بيانوو کوم چې خُدائ پاک د دُنيا جوړولو نه مخکښې زمونږ د لويئ دپاره فېصله کړې وه.


او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.


ځکه چې زمونږ د دغه لږ ساعت معمولى مصيبتونه زمونږ دپاره بې‌اندازې غېر معمولى او ابدى جلال پېدا کوى.


خو خُدائ پاک زۀ د پېدايښت نه مخکښې د مور په ګېډه کښې خوښ کړم او په خپل فضل يې راوبللم، نو هغه خوشحاله وو


زۀ په دې خبره حېران يم چې تاسو دومره زر د هغه چا نه مخ اړوئ چا چې تاسو د مسيح په فضل رابللى يئ، او اوس د بل زېرى پسې ګرځئ،


دا رنګ لمسون د خُدائ پاک د طرف نه نۀ دے، چا چې تاسو آزادۍ ته رابللى يئ.


مونږ چې اوس د مسيح په يووالى کښې شريک يُو، نو په دې وجه مونږ ته د خُدائ پاک نه ميراث مِلاو شوے دے، هغۀ په خپله مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو. او د هر څيز نه هغه د خپلې منصوبې په مطابق کار اخلى.


هغۀ مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو چې د عيسىٰ مسيح په وسيله د هغۀ بچى شُو. او په هم دې کښې د هغۀ مرضى او خوشحالى وه،


خُدائ پاک مونږ د عيسىٰ مسيح سره د مړو نه راوچت کړُو او په آسمان کښې يې د هغۀ سره په تخت کښېنولو، ځکه چې مونږ د مسيح سره يو شوى يُو.


دا د هغه ابدى ارادې په مطابق وو کومه چې هغۀ زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې پوره کړو.


بدن هم يو دے او روحُ القُدس هم يو دے او دغه شان تاسو هم د يو اُميد دپاره رابللے شوى وئ.


کله چې مسيح څوک چې ستاسو ژوندون دے راښکاره شى نو تاسو به هم د هغۀ سره په جلال کښې ښکاره شئ.


تاسو ته به مو صلاح او ډاډګيرنه درکوله او درباندې به مو زور اچولو چې داسې ژوند تېر کړئ چې د خُدائ پاک خوښ وى، چا چې تاسو خپلې بادشاهۍ او لويئ ته رابللى يئ.


دا خبرې رښتيا دى چې، ”کۀ مونږ د هغۀ سره مړۀ شُو نو مونږ به د هغۀ سره ژوندى هم شُو.


په دې وجه مسيح د نوى لوظ مينځګړے دے. نو مقصد يې دا دے چې څوک خُدائ پاک بللى دى چې هغوئ هغه وعده کړے شوے ابدى ميراث حاصل کړى، ځکه چې کومه قربانى چې مسيح ورکړه هغې هغوئ د هغه اولنى لوظ د خطاګانو نه آزاد کړل.


خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.


د بدو په بدل کښې چا سره بد مۀ کوئ او د کنځلو په بدل کښې چا ته کنځل مۀ کوئ، بلکې د دې په ځائ ورله برکت وغواړئ ځکه چې تاسو د دې دپاره رابللے شوى يئ چې د برکت وارثان شئ.


د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى.


نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، د خپلې بلنې او غوره والى د ثابتولو زيات کوشش کوئ، ځکه کۀ تاسو داسې اخلاق ساتئ نو هيڅکله به تيندک ونۀ خورئ.


هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او هغوئ هم چې بللے شوى دى، غوره شوى دى او وفادار دى ورسره ملګرى دى.“


بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”دا وليکه چې، بختور دى هغه خلق چې د ګډُورى د وادۀ مېلمستيا ته رابللے شوى دى.“ او نور يې ووئيل چې، ”دا د خُدائ پاک برحق کلام دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan