20 ځکه چې مخلوقات د فنا تابع کړے شول، په خپله رضا نه بلکې د هغه خُدائ پاک په رضا چا چې هغوئ ته دا اُميد ورکړو
لمک ووئيل، ”دا ماشوم به مونږ له د مالِک خُدائ لعنتى کړے شوې زمکې د سختې خوارۍ نه آرام راکړى.“ نو د هغۀ نوم يې نوح کېښودو.
خُدائ پاک نوح ته وفرمائيل، ”ما د ټولو بنيادمو د ختمولو فېصله کړې ده. زۀ به دوئ ټول تباه کړم، ځکه چې دُنيا د دوئ د بدعملۍ نه ډکه ده.
تا زما د ژوند نه د ژمې مازيګر جوړ کړو، زما ژوند دې په خپل نظر يوه لحظه کړو، د ټولو انسانانو ژوندون صرف هوا ده.
هغه معلِم فرمائى، ژوند يو غټ راز دے، او زمونږ پوهه د دې په حقله ډېره محدوده ده.
هغوئ د دې نه تش بيابان جوړ کړے دے او ما د خپلو خلقو د ماتم ژړا اورېدلې ده، او زما د ټول مُلک نه دشته بيابان جوړ شوے دے، او څوک يې هم پرواه نۀ کوى.
دا زمکه به تر کومې پورې ماتم کوى او په پټو کښې به يې ګياه اوچيږى؟ څوک چې په دې مُلک کښې اوسيږى نو د هغوئ د بدعملۍ په وجه مارغان او ځناور تباه شوى دى، او هم په دې وجه خلق دا وائى چې، ”خُدائ به هم حيران وى چې مونږ سره به څۀ کيږى.“
او په دې وجه مُلک غمژن دے، او د دې اوسېدونکى به مرګى حال شى. ځنګلى ځناور، مارغان تر دې چې کبان هم مړۀ کيږى.
څاروى د لوږې نه چغې وهى، د څاروو رمې اخوا ديخوا پرېشانه ګرځى ځکه چې د هغوئ دپاره شينکے نشته، تر دې چې د ګډو رمې هم په تکليف کښې دى.
مونږ په دې پوهه شو چې ټول کائنات تر اوسه پورې د ماشوم د زيږېدو د درد په شان زبيرګى کوى.
نو چې مونږ خلاصون وموندو نو هغه اُميد راته مِلاو شو، خو اوس هغه اُميد چې مونږ ته مِلاو شو نو بيا انتظار د څۀ دپاره کوُو؟