19 ځکه چې ټول کائنات د خُدائ پاک د بچو د ښکاره کېدو دپاره په ډېر شوق سره په طمع دے.
”ګورئ، زۀ نوى آسمانونه او نوې زمکه جوړوم. د تېرې زمانې څيزونه به نۀ شى يادولے، او نۀ به په خيال خاطر کښې راځى.
خو يو وخت راتلونکے دے چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بېشمېره شى او څوک به يې نۀ شمېرلے شى او نۀ به يې څوک ناپ کولے شى. نو بيا په هغه ځائ کښې چرته چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، ”تاسو زما خلق نۀ يئ،“ هلته به هغوئ ته ووئيلے شى چې، ”تاسو د ژوندى خُدائ پاک بچى يئ.“
بختور دى د امن راوستونکى، خُدائ پاک به هغوئ ته خپل زامن ووائى.
خو کومو خلقو چې هغه قبول کړو او په هغۀ يې ايمان راوړو نو هغۀ هغوئ ته دا حق ورکړو چې د خُدائ پاک اولاد شى،
د دُنيا د هر څۀ د بيا نوې کېدو وخت پورې هغه به په آسمان کښې پاتې وى څنګه چې خُدائ پاک د ډېر وړاندې نه د مقدسو نبيانو په وسيله وعده کړې ده.
ځکه چې هر څوک چې د خُدائ پاک د روح په هدايت چليږى، هغوئ د خُدائ پاک بچى دى.
دا هغه روح دے چې په خپله زمونږ روح سره دا ګواهى ورکوى چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو،
زما په دې باور دے چې دا کوم تکليفونه چې مونږ يې اوس زغمو د هغه جلال په مقابله کښې هيڅ نۀ دى کوم چې مونږ ته ملاوېدونکے دے.
صرف کائنات نه بلکې مونږ هم په زبيرګو کښې يُو چې راته د روح اوله مېوه مِلاو شوې ده، او مونږ په دې اِنتظار کښې يُو چې خُدائ پاک مو په خپل زوئ والى کښې قبول کړى او زمونږ ټول وجود ته خلاصون ورکړى.
او چې په کوم ځائ کښې هغوئ ته دا وئيلے شوى وُو چې تاسو زما خلق نۀ يئ، هغوئ ته به هم هلته د ژوندى خُدائ پاک بچى ووئيلے شى.“
تر دې چې تاسو د يو روحانى نعمت نه هم نيمګړى نۀ يئ کله چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د بيا راتلو په انتظار يئ.
هغه به تاسو تر آخره پورې مضبوط ساتى، نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په ورځ بېاِلزامه يئ.
او زۀ به بيا ستاسو پلار يم او تاسو به زما زامن او لوڼه يئ، دا د مالِک قادر مطلق خُدائ وينا ده.“
ځکه چې په عيسىٰ مسيح کښې د ايمان په وسيله تاسو ټول د خُدائ پاک اولاد يئ.
ځکه خو دغه زما د زړۀ خواهش او اُميد دے چې زۀ په څۀ خبره کښې هم شرمنده نۀ شم، بلکې زۀ به د مسيح دپاره خپله زړۀ ورتيا جارى وساتم، لکه څنګه چې مخکښې وم. او زۀ په دې يقين ساتم چې زما ژوند به د مسيح دپاره د عزت سبب وى، هغه کۀ زۀ مړ يم او يا کۀ ژوندے يم.
کله چې مسيح څوک چې ستاسو ژوندون دے راښکاره شى نو تاسو به هم د هغۀ سره په جلال کښې ښکاره شئ.
د هغۀ د ”يو ځل بيا“ الفاظ دې ته اِشاره کوى چې خوځېدونکى څيزونه به ختم شى، او نۀ خوځېدونکى څيزونه به پاتې شى.
نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى.
او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.
تاسو وګورئ چې پلار مونږ ته څومره زياته مينه راکړه چې مونږ به د خُدائ پاک روحانى بچى بللے شُو، نو مونږ په رښتيا سره هم دغه شان يُو. او دُنيا چې مونږ نۀ پېژنى هغه ځکه چې هغه يې هم نۀ دے پېژندلے.
ګرانو دوستانو، مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے.
څوک چې کامياب شى هغه به د دې وارث شى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بچى وى.