18 زما په دې باور دے چې دا کوم تکليفونه چې مونږ يې اوس زغمو د هغه جلال په مقابله کښې هيڅ نۀ دى کوم چې مونږ ته ملاوېدونکے دے.
خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم.
ځکه چې ټول کائنات د خُدائ پاک د بچو د ښکاره کېدو دپاره په ډېر شوق سره په طمع دے.
کله چې مسيح څوک چې ستاسو ژوندون دے راښکاره شى نو تاسو به هم د هغۀ سره په جلال کښې ښکاره شئ.
د دې مقصد دپاره هغۀ تاسو زمونږ د زيرى په وسيله راوبللئ نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په جلال کښې شامل شئ.
نو چې مونږ د هغه مبارک اُميد، او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو.
ښځو خپل مړى بيا ژوندى وموندل. ځينو په ځان وهل ټکول تير کړل، رهائى يې منظوره نۀ کړه، د دې دپاره چې هغوئ ته بهتر قيامت حاصل شى.
نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى.
بلکې خوشحالى کوئ چې تاسو د مسيح په مصيبتونو کښې شريک شوئ، نو چې تاسو هم خوشحالى وکړئ او د خوشحالۍ نه چغې کړئ کله چې د هغۀ جلال ظاهر شى.
په تاسو کښې چې کوم مشران دى، زۀ هم د هغوئ په شان مشر او د مسيح د مصيبتونو ګواه او په ښکاره کېدونکى جلال کښې شريک يم، او تاسو ته دا خواست کوم،
ګرانو دوستانو، مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے.