13 ځکه کۀ چرې تاسو د ګناه د فطرت په مطابق ژوند تېر کړئ نو تاسو به مړۀ شئ، خو کۀ چرې د روح په وسيله تاسو د وجود خواهشات مړۀ کړئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.
او د خوږ څيز په شان يې په خولۀ کښې د ډېر وخت پورې ساتى،
په کوم کردار چې اوس تاسو شرمېږئ او اَنجام يې مرګ دے، نو د هغې فائده څۀ وه؟
ځکه چې د ګناه بدل مرګ دے خو د خُدائ پاک بخښنه زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې د تل ژوندون دے.
کله چې مونږ د خپل انسانى فطرت په مطابق ژوند تېرولو نو شريعت مونږ نفسانى شهوت ته ترغيبولو او دې نفسانى خواهشاتو په مونږ کښې کار کولو چې نتيجه يې مرګ ده.
نو بيا اے زما وروڼو او خوېندو، په مونږ اوس د ګناه د اختيار هيڅ حق پاتې نۀ شو چې مونږ دې ته مجبور کړى چې مونږ د ګناه په فطرت کښې ژوند تېر کړُو.
بلکې زۀ په خپل بدن تکليف تېروم او خپل غلام يې جوړوم، هسې نه چې زۀ نورو ته زيرے ورکوم او په خپله ترې محرومه شم.
او څوک چې د عيسىٰ مسيح دى نو هغوئ د خپل د ګناه د فطرت ټول شوقونه او خواهشونه په سولۍ کړى دى.
څوک چې د خپلې ګناه د فطرت په مطابق څۀ وکَرى نو هغوئ به د تباه کېدو فصل وريبى، او څوک چې د روحُ القُدس د خوشحالولو په مطابق ژوند وکړى نو هغوئ به د روحُ القُدس نه د ابدى ژوند فصل وريبى.
نو خپل زوړ د ګناه فطرت او پخوانۍ د ژوند تېرولو طريقې پرېږدئ کوم چې په دوکه او شهوت پرستۍ خرابې شوې وې.
او د خپل ژوند په طريقو د خُدائ پاک روحُ القُدس مۀ خفه کوئ، د کوم په وسيله چې هغۀ تاسو خپل کړى يئ او د خلاصون د ورځ دپاره يې په تاسو مُهر لګولے دے.
په شرابو مستېږئ مه ځکه چې د دې اَنجام عياشى ده، بلکې د دې په ځائ په روحُ القُدس معمور شئ.
او مونږ ته دا تعليم راکوى چې بېدينى او دُنياوى خواهشونه پرېږدو او په موجوده زمانه کښې په پرهيزګارۍ، صداقت او ديندارۍ سره ژوند تېر کړُو،
تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ.
خوږو ملګرو، زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى.