12 نو بيا اے زما وروڼو او خوېندو، په مونږ اوس د ګناه د اختيار هيڅ حق پاتې نۀ شو چې مونږ دې ته مجبور کړى چې مونږ د ګناه په فطرت کښې ژوند تېر کړُو.
اے مالِکه خُدايه په رښتيا سره ستا خِدمتګار يم، لکه ستا د وينځې د زوئ په شان زۀ ستا خِدمتګار يم، تا زۀ د زنځيرونو نه آزاد کړے يمه.
او زمونږ ګناهونه معاف کړه، لکه څنګه چې مونږ خپل قصوروار معاف کوُو.
کۀ چرې د خُدائ پاک روح په تاسو کښې وى چا چې عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندے کړے دے، نو چا چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے کړے دے هغه به ستاسو فانى وجودونو ته هم نوے ژوند ورکړى، د خپل هغه روح په وسيله چې په تاسو کښې اوسى.
ځکه کۀ چرې تاسو د ګناه د فطرت په مطابق ژوند تېر کړئ نو تاسو به مړۀ شئ، خو کۀ چرې د روح په وسيله تاسو د وجود خواهشات مړۀ کړئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.