1 نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى.
داسې وسله به نۀ وى چې تاسو ته ضرر ورسوى، او څوک چې په تاسو اِلزام لګوى نو تاسو به د هغوئ خولې بندې کړئ. د مالِک خُدائ خادِمان به د دې فائدو نه خوند اخلى، زۀ به د هغوئ حق څرګند کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.
هغه زما د قانون پيروى کوى او په وفادارۍ سره زما قانون منى، هم دا کس صادق دے هغه به په يقين سره ژوندے پاتې شى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
په هغه ورځ به تاسو پوهه شئ چې زۀ په خپل پلار کښې يم او تاسو په ما کښې يئ او زۀ په تاسو کښې يم.
په ما کښې اوسئ لکه چې زۀ په تاسو کښې اوسېږم. لکه څنګه چې يوه څانګه يواځې مېوه نۀ شى نيولے، ترڅو چې هغه د انګور د بوټى سره پيوند نۀ وى، دغسې تاسو هم مېوه نۀ شئ نيولے ترڅو چې تاسو په ما کښې نۀ اوسئ.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې زما خبرو ته غوږ ږدى او په هغه چا ايمان راوړى چې زۀ يې رالېږلے يم، هغه تل عُمرى ژوندون لرى. او هغه به مجرم نۀ شى ځکه چې هغه د مرګ نه ژوندون ته اوړېدلے دے.
پرسکله او اکوله ته مې سلام وايئ، هغوئ د عيسىٰ مسيح په خِدمت کښې زما ملګرى وُو.
اندرونيکوس او يونياس ته مې سلام وايئ، هغوئ زما عزيزان دى او ما سره په قېدخانه کښې وُو. هغوئ په رسولانو کښې مشهور دى او زما نه مخکښې يې په مسيح ايمان راوړے وو.
په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده،
او بيا دا چې د خُدائ پاک د فضل او د آدم د نافرمانۍ په نتيجه کښې غټ فرق دے ځکه چې د آدم نافرمانۍ دُنيا مجرمه کړه، کۀ څۀ هم چې مونږ ډېر ګناه ګار وُو خو د خُدائ پاک فضل مونږ د هغۀ سره پخلا کړو.
خو په حقيقت کښې د هغې کوونکے زۀ نۀ يم بلکې هغه ګناه ده چې په ما کښې موجوده ده.
اوس زۀ چې څۀ کول نۀ غواړم هغه کوم، نو د دې کوونکے زۀ نۀ يم بلکې هغه ګناه ده چې په ما کښې موجوده ده.
کۀ چرې د خُدائ پاک روح په تاسو کښې وى چا چې عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندے کړے دے، نو چا چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے کړے دے هغه به ستاسو فانى وجودونو ته هم نوے ژوند ورکړى، د خپل هغه روح په وسيله چې په تاسو کښې اوسى.
ځکه چې هر څوک چې د خُدائ پاک د روح په هدايت چليږى، هغوئ د خُدائ پاک بچى دى.
ځکه چې د روح شريعت چې په عيسىٰ مسيح کښې مونږ ته ژوندون راکوى هغې مونږ د ګناه او د مرګ د شريعت نه آزاد کړى يُو.
نو بيا څوک مونږ مجرمان کولے شى؟ هيڅوک نه، ځکه چې عيسىٰ مسيح زمونږ دپاره مړ شو او زمونږ دپاره د مړو نه بيا راژوندے شو او هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے او بېشکه چې زمونږ شفاعت کوى.
په آسمان کښې او نۀ په زمکه او نۀ په ټول کائنات کښې داسې څۀ څيز شته چې مونږ د خُدائ پاک د مينې نه جدا کولے شى، کومه چې په مالِک عيسىٰ مسيح کښې مونږ ته مِلاو شوې ده.
نو چې د شريعت صحيح تقاضا په مونږ کښې پوره شى چې بيا د روح په مطابق ژوند تېروو، نه چې د ګناه د فطرت په مطابق.
خو تاسو د ګناه فطرت پسې نۀ يئ روان بلکې روح پسې روان يئ، ځکه چې د خُدائ پاک روح په تاسو کښې اوسى. او په چا کښې چې د مسيح روح نۀ وى نو هغه د مسيح نۀ دے.
خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو،
او لکه څنګه چې ټول خلق په آدم کښې مړۀ کيږى، نو دغه شان به ټول په مسيح کښې بيا راژوندى کيږى.
زۀ په مسيح کښې يو سړے پېژنم څوک چې څوارلس کاله مخکښې اوچت کړے شو او آخرى آسمان ته پورته کړے شو، خو زۀ خبر نۀ يم چې په وجود کښې وو او کۀ د وجود نه بغېر وو، خُدائ پاک ته پته ده.
نو بيا کۀ څوک په مسيح کښې وى نو هغه نوے مخلوق دے. زاړۀ هر څۀ ختم شول، وګورئ هر څۀ نوى شول.
مسيح مونږ په بيعه واخستو او د شريعت د لعنت نه يې آزاد کړُو ځکه چې هغه زمونږ دپاره لعنتى شو، ځکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې په ونه کښې راځوړند کړے شى هغه لعنتى دے.“
ځکه چې په عيسىٰ مسيح کښې د ايمان په وسيله تاسو ټول د خُدائ پاک اولاد يئ.
په تاسو کښې نور نۀ څوک اوس يهودى او نۀ يونانى، نۀ څوک غلام او نۀ آزاد، نۀ څوک نارينه او نۀ زنانه شته، ځکه چې تاسو ټول اوس په عيسىٰ مسيح کښې يو شان يئ.
نو زۀ دا وايم کۀ تاسو خپل ژوند د روحُ القُدس په مطابق تېروئ نو بيا به د ګناه فطرت په خپله پرېږدئ.
نو چې مونږ د خُدائ پاک د روح په مطابق اوسيږو، نو بيا مونږ ته د خُدائ پاک د روح د هدايت په مطابق ژوند تېرول په کار دى.
د پولوس د طرف نه چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح رسول دے. زۀ دا خط مقدسينو ته او د عيسىٰ مسيح وفادارو مريدانو ته چې په اِفِسوس کښې دى ليکم.
او د هغۀ سره يو شم، نۀ په هغه صداقت کوم چې ما د شريعت نه حاصل کړے دے، بلکې په هغه صداقت کوم چې په مسيح د ايمان په وسيله دے. او د خُدائ پاک د خوا نه هغه صداقت چې په ايمان ولاړ دے.