9 يو وخت داسې وو چې زۀ د شريعت په غېر موجودګۍ کښې ژوندے وم، خو هر کله چې حُکم راغے نو ګناه ژوندۍ شوه او زۀ مړ شوم.
خو زۀ ډېرو مصيبتونو راګېر کړے يم، لار رانه خطا شوه په ګناهونو کښې ډوب شوے يم، ګناهونه مې د سر وېښتو نه ډېر دى بېوسه شوے يم.
هغه ځوان جواب ورکړو چې، ”ما په دې ټولو عمل کړے دے خو په ما کښې د څۀ کمے دے؟“
خو هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، دا دومره کالونه ما ستا لکه د غلام په شان تابعدارى کړې ده او کله مې هم ستا د حُکم نه مخ نۀ دے اړولے او تا ما له يو چېلے هم نۀ دے راکړے چې ما پرې خپلو دوستانو ته مېلمستيا کړے وے.
حاکِم جواب ورکړو چې، ”ما د ځوانۍ نه په دې هر څۀ عمل کړے دے.“
موسىٰ د هغه صداقت په حقله ليکلى دى کوم چې د شريعت نه راغلے دے چې، ”څوک چې په شريعت عمل کوى هغه به د دې په سبب پائى.“
او کوم حُکم چې زما د ژوند دپاره وعده وو، زما دپاره مرګ ثابت شو.
خو هم د دې حُکم په وسيله ګناه ته داسې موقع په لاس ورغله او زۀ يې دوکه کړم او د دې په وسيله يې مړ کړم.
نو زما وروڼو او خوېندو، هم په دې وجه په تاسو کښې د شريعت اثر ختم شو کله چې تاسو مسيح سره مړۀ شوئ. نو اوس تاسو د هغه چا سره شامل شوئ څوک چې د مړو نه بيا راژوندے شوے دے، نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک دپاره د نېک کردار مېوه ونيسو.
خو اوس مونږ د شريعت نه آزاد يُو او د هغۀ د اثر رسوخ دپاره مړۀ شوى يُو او نور د هغې پابند نۀ يُو. نو اوس زمونږ خِدمت د زوړ ليکلے شوے شريعت په مطابق نه بلکې په نوې روحانى طريقې سره ژوند تېروو.
خو هم د دې حُکم په وسيله ګناه ته داسې موقع په لاس ورغله چې په ما کښې يې هر قِسمه لالچ پېدا کړو. ځکه چې د شريعت نه بغېر ګناه مړه ده.
ځکه چې د ګناه فطرت د خُدائ پاک مخالف دے او نۀ د خُدائ پاک د شريعت تابعدار دے او نۀ کېدے شى.
په شرعى ژوند پوره کولو کښې زۀ مړ شوم، خو د دې په وجه ما خُدائى ژوند حاصل کړو.
ځکه څوک چې د شريعت په عملونو بهروسه کوى، هغوئ لعنتيان دى، لکه چې په صحيفو کښې فرمائى چې، ”هر هغه څوک چې د شريعت په کِتاب کښې په ليکلے شوو ټولو خبرو عمل نۀ کوى هغوئ ټول لعنتيان دى.“