25 خو د خُدائ پاک شُکر دے چا چې زۀ د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله بچ کړم. نو بيا زۀ خو په خپل عقل سره د خُدائ پاک د شريعت خِدمت کوم خو د ګناه په فطرت کښې زۀ د ګناه د شريعت غلام يم.
په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې.
اے آسمانه، د خوشحالۍ چغې وهه. اے زمکې، خوشحالى وکړه. اے غرونو، د خوشحالۍ سندرې ووايئ. ځکه چې مالِک خُدائ خپلو خلقو له تسلى ورکړې ده، او هغه به په خپلو کړېدلو خلقو رحم وکړى.
زۀ به قېديانو ته ووايم چې، تاسو آزاد يئ. او څوک چې په تيارۀ کښې وى نو هغوئ ته به ووايم چې، رڼا له راوځئ. هغوئ به د هغه ګډو په شان وى چې د غرونو په غونډو کښې څريږى،
د هغې به زوئ وشى او تۀ پرې عيسىٰ نوم کېږده، ولې چې هغه به خپل اُمت د ګناهونو نه خلاصوى.“
نو ګناه به نور په تاسو حکومت نۀ کوى ځکه چې تاسو نور د شريعت د لاندې نۀ يئ بلکې د خُدائ پاک د فضل د لاندې يئ.
نو د خُدائ پاک شُکر دے چې تاسو په يو وخت کښې د ګناه غلامان وئ خو اوس د زړۀ د اخلاصه د هغۀ د تعليم فرمانبردار شوئ کوم چې تاسو ته په حواله شوے دے.
ځکه چې د روح شريعت چې په عيسىٰ مسيح کښې مونږ ته ژوندون راکوى هغې مونږ د ګناه او د مرګ د شريعت نه آزاد کړى يُو.
خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ مونږ ته د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى.
د خُدائ پاک د هغه بېمثاله برکت دپاره شُکر دے.
او د هر څۀ دپاره همېشه خُدائ پلار ته د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم شُکر ګزارى کوئ.
ځکه چې مونږ هغه رښتينى سنت شوى خلق يُو څوک چې د خُدائ پاک په روح کښې عبادت کوُو او په عيسىٰ مسيح فخر کوُو او په بدن مو بهروسه نشته.
د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ،
او هر څۀ چې تاسو کوئ، هغه کۀ تاسو خبرې کوئ يا څۀ کار، هر څۀ د مالِک عيسىٰ په نوم کوئ او د هغۀ په وسيله د خُدائ پلار شُکر ادا کوئ.
تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.