Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 7:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 د مِثال په طور په شريعت کښې يوه وادۀ شوې ښځه تر هغې د خپل خاوند پابنده ده ترڅو چې د هغې خاوند ژوندے وى، خو کۀ د هغې خاوند مړ شى نو بيا هغه د وادۀ د شرعى پابندو نه خلاصه شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 7:2
6 Iomraidhean Croise  

نو په دې وجه کۀ هغه د خپل خاوند په ژوندانۀ د بل سړى سره اوسيږى نو هغه به زناکاره ګڼلے شى، خو کۀ چرې د هغې خاوند مړ شى نو هغه د شريعت په مطابق آزاده ده، او کۀ هغه بيا د بل سړى سره وادۀ وکړى نو هغه زناکاره نۀ ده.


خو اوس مونږ د شريعت نه آزاد يُو او د هغۀ د اثر رسوخ دپاره مړۀ شوى يُو او نور د هغې پابند نۀ يُو. نو اوس زمونږ خِدمت د زوړ ليکلے شوے شريعت په مطابق نه بلکې په نوې روحانى طريقې سره ژوند تېروو.


د يوې ښځې چې ترڅو خاوند ژوندے وى هغه تر هغې د هغۀ پابنده ده، خو کۀ خاوند يې مړ شى نو هغه بيا آزاده ده خو صرف د ايماندار سره وادۀ کولے شى.


ښځه د خپل بدن اختيارمنده نۀ ده، بلکې اختيار د خاوند دے. هم دغه شان خاوند د خپل بدن اختيارمند نۀ دے بلکې د هغۀ ښځه ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan