12 نو شريعت پاک دے او حُکمونه يې هم پاک دى او صادق او ښۀ دى.
د سينا غر سره تۀ د آسمان نه راکوز شوې، تا د خپلو خلقو سره خبرې وکړې او هغوئ ته دې اِنصاف قانون او ښۀ اصُول وښودل.
ځکه زۀ ستا د حُکمونو سره مينه کومه د سرو زرو نه زياته او د خالص سرو زرو نه زياته
تۀ صادقه يې اے مالِکه خُدايه او ستا فېصلې د اِنصاف دى
ستا کلام ډېر پاک دے نو ځکه ستا خِدمتګار د هغې سره مينه کوى
زما ژبه دې ستا د کلام سندرې ووائى ځکه چې ستا ټول حُکمونه صادق دى
خپله وعده دې د خپل خِدمتګار سره پوره کړه، هغه وعده چې تا د هغه چا سره کړې وه څوک چې تا نه يريږى.
ستا ټول حُکمونه باورى دى زما مدد وکړه ځکه چې بېوجه ما خلق زوروى
خپل ځان د دې موجوده دُنيا په شان مۀ جوړَوئ، بلکې خُدائ پاک له دا موقع ورکړئ چې ستاسو زاړۀ خيالونه بدل کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک رضا څۀ ده او دا به وپېژنئ چې څۀ ښۀ او قبلېدونکى او کامِل دى.
نو بيا ولې مونږ د ايمان په وسيله شريعت شا ته غورزوو؟ هيڅکله نه، بلکې مونږ خو شريعت نور هم مضبوطوو.
ځکه چې مونږ پوهيږو چې شريعت روحانى دے خو زۀ غېر روحانى يم او په ګناه لکه د غلام خرڅ شوے يم.
اوس کۀ زۀ هغه کوم څۀ چې نۀ غواړم، نو زۀ منم چې شريعت ښۀ دے.
اوس، اے بنى اِسرائيلو، هغه څۀ واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې ستاسو نه غواړى. د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، د هغۀ پوره تابعدارى کوئ، د هغۀ سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ خِدمت کوئ،
بل داسې يو قوم هم نشته چې هغه هر څومره لوئ وى، چې د هغوئ سره داسې د صداقت قانون وى لکه چې نن ما تاسو ته ښودلے دے.
مونږ پوهيږو چې شريعت ښۀ دے، خو چې څوک شريعت په قانونى طور استعمال کړى.