7 ځکه هر څوک چې مړ شى نو هغه د ګناه د اثر نه آزاد شى
اِبن آدم په خوړلو څښلو ورته راغلو او دوئ وائى چې دۀ ته ګورئ، يو ګيډور او شرابى، د محصولچيانو او بدکارانو ملګرے. خو بيا هم خلقو ته حکمت په خپلو کارونو کولو صادق ثابت شو.“
نه، هيڅکله نه. مونږ خو ګناه ته مړۀ شوى يُو نو بيا څنګه په ګناه کښې ژوند تېرولے شُو؟
خو کۀ مونږ د مسيح سره مړۀ شُو نو زمونږ هم دا ايمان دے چې مونږ به د هغۀ سره ژوندى شُو.
د مِثال په طور په شريعت کښې يوه وادۀ شوې ښځه تر هغې د خپل خاوند پابنده ده ترڅو چې د هغې خاوند ژوندے وى، خو کۀ د هغې خاوند مړ شى نو بيا هغه د وادۀ د شرعى پابندو نه خلاصه شى.
نو زما وروڼو او خوېندو، هم په دې وجه په تاسو کښې د شريعت اثر ختم شو کله چې تاسو مسيح سره مړۀ شوئ. نو اوس تاسو د هغه چا سره شامل شوئ څوک چې د مړو نه بيا راژوندے شوے دے، نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک دپاره د نېک کردار مېوه ونيسو.
نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى.
نو بيا چې مسيح په جسمانى توګه مصيبت وزغملو نو تاسو هم د مسيح غوندې طبيعت خپل کړئ، ځکه چا چې درد او مصيبت وزغملو هغه د ګناه د قبضې نه آزاد شو،