17 نو د خُدائ پاک شُکر دے چې تاسو په يو وخت کښې د ګناه غلامان وئ خو اوس د زړۀ د اخلاصه د هغۀ د تعليم فرمانبردار شوئ کوم چې تاسو ته په حواله شوے دے.
عزرا وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ زمونږ د پلار نيکۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ بادشاه دې ته راضى کړے دے چې په دې طريقه باندې په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور درناوى وکړى.
منى هغوئ زما امر چې کله شى خبر زما، بهرنى قومونه سرونه ټيټوى په وړاندې زما.
کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ نور اِعتراضونه ونۀ کړل او هغوئ د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”خُدائ پاک غېريهوديانو ته هم د ژوند حاصلولو دپاره د توبې موقع ورکړې ده.“
د هغه ځائ وروڼو چې زمونږ د راتلو خبر واورېدو نو هغوئ مونږ سره مِلاوېدو له د اپيوس تر بازاره او د درېو سرايونو چوک پورې راغلل. کله چې پولوس هغوئ وليدل نو هغۀ د خُدائ پاک شُکر وويستو او ډاډه شو.
د هغۀ په وسيله مونږ ته دا فضل او رسالت بخښلے شوے دے چې د هغۀ د نوم دپاره ټولو غېرو قومونو ته بلنه ورکړُو چې د ايمان په وسيله تابعدارى وکړو.
د ټولو نه اول زۀ د عيسىٰ مسيح په نوم ستاسو دپاره د خپل خُدائ پاک شُکر ادا کوم ځکه چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو د ايمان خبرې کيږى.
ځکه چې زۀ د هغه خبرو کولو جرأت نۀ شم کولے بغېر د هغه نه چې مسيح زما په وسيله پوره کړى دى، د دې دپاره چې زۀ غېريهوديان په خپل قول او عمل باندې د خُدائ پاک تابع کړم.
خو اوس څرګند کړے شو، او ازلى خُدائ پاک د نبيانو د کلام په وسيله هغه ښکاره کړے دے د دې دپاره چې د هغۀ د حُکم په مطابق ټول غېريهوديان د ايمان راوړلو سره د هغۀ تابع شى.
خو هغوئ څوک چې خود غرضه دى او د حق نه منکر دى او غلط کارونه کوى، په هغوئ به قهر او غضب نازل شى.
زۀ ستاسو دپاره د خُدائ پاک د هغه فضل چې په عيسىٰ مسيح کښې په تاسو وشو، همېشه د خُدائ پاک شُکر کوم.
نو زما وروڼو او خوېندو، کۀ چرې زۀ تاسو ته درشم او په نورو ژبو کښې خبرې کوم نو زما د وينا بيا تاسو ته څۀ فائده ده، ترڅو چې زۀ د کشف يا د عِلم يا د پېشګوئې يا د تعليم خبرې تاسو ته ونۀ کړم؟
خو د خُدائ پاک شُکر دے چې مونږ يې د هغۀ غلامان کړو او د مسيح د کاميابۍ په جلوس کښې يې روان کړو. او زمونږ تعلق يې د مسيح د پېژندګلو په حقله لکه خوشبوئى په هر ځائ کښې خور کړو.
ما ستاسو دپاره شُکر کول نۀ دى پرېښى او همېشه تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوم.
مونږ بيا څنګه ستاسو دپاره د خُدائ پاک شُکر وکړُو د هغه خوشحالۍ په بدل کښې کومه چې ستاسو په وجه مونږ ته د خُدائ پاک په حضور کښې حاصله شوې ده؟
اے ګرانو وروڼو او خوېندو، ستاسو په حقله مونږ له هر وخت د خُدائ پاک شُکر ويستل په کار دى، او دا مناسب دى ځکه چې ستاسو ايمان نور نور زياتيږى او ستاسو د هر يو مينه د يو بل سره نوره هم زياتيږى.
هغه معيارى تعليم چې تا زما نه په عيسىٰ مسيح کښې د ايمان او مينې په وسيله واورېدو په هغې معيار ژوند تېروه.
زۀ چې کله تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوم نو د خپل خُدائ پاک شُکر کوم،
د ايمان په وسيله کله چې اِبراهيم وبللے شو نو هغه حُکم يې ومنلو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې هغۀ ته په ميراث کښې ملاوېدونکے وو، او ورته دا پته نۀ وه چې چرته روان دے خو بيا هم د خپل مُلک نه روان شو.
نو چې هغه کامِل کړے شو نو هغه د خپلو ټولو منونکو دپاره د ابدى خلاصون وسيله وګرځېدو.
تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ.
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.
اے ښځو، هم دغه شان تاسو هم د خپلو خاوندانو تابعدارې اوسئ، نو کۀ چرې په هغوئ کښې ځينې د خُدائ پاک کلام نۀ منى نو چې بيا هم هغوئ ستاسو چال چلن ته وګورى نو ستاسو د خبرو نه بغېر به خُدائ پاک ته راواوړى
ځکه چې د عدالت وخت راغلے دے چې د خُدائ پاک د کوره به شروع شى، او کۀ دا زمونږ نه شروع شى نو د هغوئ به څۀ حال وى څوک چې د خُدائ پاک زيرے نۀ منى؟
زۀ په دې ډېر خوشحاله شوم چې مې واورېدل چې ستاسو څۀ بچى د حق په لار روان دى لکه څنګه چې د پلار نه مونږ ته حُکم شوے دے.
کله چې وروڼه راغلل او ما ته يې دا ګواهى راکړه چې تۀ څومره رښتينے ژوند تېروې نو په دې ډېر خوشحاله شوم او چې تۀ څومره په رښتينې لار روان يې.