12 نو ځکه تاسو خپل ځان ګناه ته مۀ پرېږدئ چې په تاسو حکومت وکړى او چې تاسو د نفس تابع کړى.
کۀ تا ښۀ کړى وے، نو تۀ به مسکے وې، خو تا بد کړى دى، نو ګناه په تا حمله کولو ته تياره ده. دا په تا حُکم چلول غواړى، خو تۀ پرې خامخا غالِب شه.“
زما قدمونه ستا د کلام په لاره روان کړه او هيڅ قسمه ګناه دې په ما حکومت نۀ کوى
د قصداً ګناهونو نه خپل خِدمتګار بچ کړه، چې راباندې غالب نۀ شى ما ترې خلاص کړه. نو داسې زۀ به بچ شمه د جرمونو نه، او بچ به شمه زۀ د لويو ګناهونو نه.
کۀ د يو سړى مخکښېنى يا وروستنى د سر وېښتۀ غورزېدلى وى، نو د دې په وجه هغه نۀ ناپاکه کيږى.
خو کۀ تاسو د هغه مُلک اوسېدونکى ونۀ شړل، نو هغوئ به ستاسو دپاره داسې وى لکه چې په سترګو کښې تېرۀ خسڼے او د لارې خنډ وى، چرته چې تاسو اوسېږئ نو هلته به هغوئ تاسو له تکليف درکوى.
بلکې د دې په ځائ د مالِک عيسىٰ مسيح جامې په تن کړئ او د نفس د خواهشاتو دپاره تدبيرونه مۀ جوړَوئ.
خو هغوئ څوک چې خود غرضه دى او د حق نه منکر دى او غلط کارونه کوى، په هغوئ به قهر او غضب نازل شى.
ځکه څنګه چې ګناه د مرګ په وسيله خپله بادشاهى قائمه کړه، دغه شان د خُدائ پاک فضل هم د صداقت په وسيله خپله بادشاهى کوى چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ د تل ژوندون طرف ته بوځى.
نو ګناه به نور په تاسو حکومت نۀ کوى ځکه چې تاسو نور د شريعت د لاندې نۀ يئ بلکې د خُدائ پاک د فضل د لاندې يئ.
نو بيا تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې تاسو کوم مالِک ته ځان وقف کړئ او د هغۀ فرمانبردار شئ نو بيا تاسو د هغۀ غلامان شوئ؟ او تاسو به په دوئ کښې د يو غلامان يئ، يا د ګناه چې اَنجام يې مرګ دے، يا د خُدائ پاک فرمانبردارى چې اَنجام يې صداقت دے.
کۀ چرې د خُدائ پاک روح په تاسو کښې وى چا چې عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندے کړے دے، نو چا چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے کړے دے هغه به ستاسو فانى وجودونو ته هم نوے ژوند ورکړى، د خپل هغه روح په وسيله چې په تاسو کښې اوسى.
ځکه کۀ چرې تاسو د ګناه د فطرت په مطابق ژوند تېر کړئ نو تاسو به مړۀ شئ، خو کۀ چرې د روح په وسيله تاسو د وجود خواهشات مړۀ کړئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.
ځکه چې مونږ هره ورځ د عيسىٰ په وجه مرګ ته حواله کيږُو د دې دپاره چې د عيسىٰ ژوند زمونږ د فانى بدن نه څرګند شى.
مونږ اوس هم په دې خېمه کښې يُو او د بوج لاندې زبيرګى کوُو، ځکه چې مونږ خپل فانى لباس ويستل نۀ غواړو بلکې د دې دپاسه نور اغوستل غواړو نو چې ژوند هغه څۀ ختم کړى څۀ چې فانى دى.
نو زۀ دا وايم کۀ تاسو خپل ژوند د روحُ القُدس په مطابق تېروئ نو بيا به د ګناه فطرت په خپله پرېږدئ.
او څوک چې د عيسىٰ مسيح دى نو هغوئ د خپل د ګناه د فطرت ټول شوقونه او خواهشونه په سولۍ کړى دى.
يو وخت مونږ هم دغه شان د خپل وجود د خواهشونو په مطابق ژوند تېرولو او د ګناه د فطرت مرضى مو پوره کوله، او مونږ هم لکه د نورو په شان په فطرى توګه د خُدائ پاک د غضب د لاندې وُو.
نو خپل زوړ د ګناه فطرت او پخوانۍ د ژوند تېرولو طريقې پرېږدئ کوم چې په دوکه او شهوت پرستۍ خرابې شوې وې.
کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغه خلقو زورَور کړى او شکست ورکړئ، نو هغوئ ټول ووژنئ. د هغوئ سره لوظ مۀ کوئ او چې هيڅ رحم ورباندې ونۀ کړئ.
نۀ د شهوت په جوش سره، او نۀ لکه د هغه بېدينو په شان څوک چې خُدائ پاک نۀ پېژنى.
نو د ځوانۍ د خواهشاتو نه تېښته کوه، او د هغې په ځائ د صداقت، ايمان او مينې او د صُلحې طلبګار اوسه، او بيا د هغه کسانو سره شامل شه څوک چې د مالِک نه په پاک زړۀ سره دُعا غواړى.
او مونږ ته دا تعليم راکوى چې بېدينى او دُنياوى خواهشونه پرېږدو او په موجوده زمانه کښې په پرهيزګارۍ، صداقت او ديندارۍ سره ژوند تېر کړُو،
ځکه چې مونږ هم اول ناپوهه، نافرمانه، ګمراه او د قِسما قِسم خواهشاتو او د عېش و عشرت غلامان وُو او په بدخواهۍ او په حسد کښې مو ژوند تېرولو، هر چا زمونږ نه نفرت کولو او مونږ هم د هغوئ نه نفرت کولو.
تاسو لکه د تابعدارو بچو په شان شئ، او د خپل جهالت د زمانې غوندې د زړو خواهشاتو غلامان مۀ جوړېږئ.
خوږو ملګرو، زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى.
دا غورېدونکى او شکايت کوونکى خلق دى، هغوئ په خپلو خواهشاتو پسې روان دى، هغوئ د خپل ځان په حقله غټې غټې خبرې کوى او د خپل مقصد دپاره خلقو ته نرمې ګرمې خبرې کوى.
هغوئ تاسو ته دا وئيلى وُو چې په آخره زمانه کښې به داسې خلق وى چې تاسو پورې به ټوقې کوى او د خپلې بېدينۍ په خواهشونو پسې به ګرځى.
اوس زۀ تاسو ته وايم چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به دا خلق نۀ شړم. هغوئ به ستاسو دشمنان شى او د هغوئ معبودان به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.“