10 کله چې هغه مړ شو نو هغه د ټولو د ګناه دپاره يو ځل مړ شو خو اوس چې هغه ژوندے دے خُدائ پاک ته د جلال ورکولو دپاره ژوندے دے.
نو هغه د مړو خُدائ پاک نۀ دے، بلکې د ژوندو خُدائ پاک دے. د هغۀ په نزد ټول ژوندى دى.“
نو تاسو هم خپل ځانونه ګناه ته مړۀ وګڼئ او په عيسىٰ مسيح کښې په شاملېدو سره يې خُدائ پاک ته ژوندى وګڼئ.
مونږ ته دا معلومه ده چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے شوے دے، او بيا به هيڅکله مړ نۀ شى، او د مرګ په هغۀ باندې نور هيڅ واک اختيار نشته.
او هغه څۀ چې شريعت نۀ شُو پوره کولے ځکه چې زمونږ د ګناه فطرت کمزورے وو، نو خُدائ پاک داسې وکړل چې خپل زوئ يې په ګناه ګار انسانى وجود کښې راولېږلو او د ګناه کفاره يې کړو. او دغسې هغۀ ګناه په انسانى فطرت کښې مجرمه کړه،
او هغه د ټولو دپاره مړ شو نو چې څوک ژوندى دى هغه دې د ځان دپاره نۀ وى ژوندى بلکې د هغۀ د خاطره دې ژوندى وى څوک چې د هغوئ دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو.
خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.
ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.
نو هغه دا چې زيرے هغوئ ته هم اورولے شوے وو څوک چې اوس مړۀ دى چې په جسمانى توګه د هغوئ هم هغه شان اِنصاف وکړے شى لکه څنګه چې د نورو خلقو کيږى چې په روحانى توګه داسې ژوندى پاتې شى لکه چې خُدائ پاک دے.