9 مونږ چې د مسيح د وينې په وسيله صادقان شُو، نو دا نوره هم يقينى شوه چې مونږ به د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک د غضب نه هم بچ شُو.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې زما خبرو ته غوږ ږدى او په هغه چا ايمان راوړى چې زۀ يې رالېږلے يم، هغه تل عُمرى ژوندون لرى. او هغه به مجرم نۀ شى ځکه چې هغه د مرګ نه ژوندون ته اوړېدلے دے.
خو د خُدائ پاک غضب د آسمان نه په هغه ټولو بېدينه او بدکارو خلقو نازليږى، څوک چې حقيقت په خپل منافقت سره پټوى.
په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده،
ځکه چې کله مونږ د خُدائ پاک دشمنان وُو نو مونږ د هغۀ د زوئ د مرګ په وسيله ورسره رضا شُو، او د دې نه زيات، د هغۀ د زوئ د ژوند په وسيله به بچ شُو.
نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى.
او هم دا د مخکښې نه مقرر کړے شوى هم وُو او هغه څوک چې خُدائ رابللى دى، هغه يې صادقان کړى هم دى، او څوک چې هغۀ صادقان کړى دى، هغوئ ته يې خپل جلال هم ورکړے دے.
خو اوس تاسو د عيسىٰ مسيح سره يو شوى يئ. تاسو يو وخت د خُدائ پاک نه لرى وئ، خو اوس د مسيح د وينې په وسيله د هغۀ سره نزدې شوى يئ.
يو وخت مونږ هم دغه شان د خپل وجود د خواهشونو په مطابق ژوند تېرولو او د ګناه د فطرت مرضى مو پوره کوله، او مونږ هم لکه د نورو په شان په فطرى توګه د خُدائ پاک د غضب د لاندې وُو.
او چې د آسمان نه د هغۀ د زوئ د راتلو اِنتظار وکړئ څوک چې هغۀ د مړو نه بيا راژوندے کړے دے يعنې عيسىٰ، څوک چې به مونږ د راتلونکى غضب نه بچ کوى.
نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بېعېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.
په حقيقت کښې ټول څيزونه د شريعت په مطابق وينه پاکوى، او بغېر د وينې د تويولو نه د ګناهونو معافى نۀ کيږى.
خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.