8 خو خُدائ پاک خپله مينه مونږ ته داسې ثابته کړه، چې کله مونږ لا په ګناه کښې اخته وُو نو مسيح زمونږ دپاره مړ شو.
مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
د دې نه لويه مينه چا کښې نشته چې يو کس دې د خپل دوست دپاره خپل سر ورکړى.
خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى.
خو کۀ چرې ځينې خلق داسې وائى چې زمونږ بدکارى د خُدائ پاک د اِنصاف د ښکاره کولو سبب کېدے شى، نو بيا مونږ په دې کښې څۀ وئيلے شُو؟ ولې دا د خُدائ پاک بېاِنصافى ده چې خُدائ پاک په مونږ غضب نازلوى؟ زۀ دا د يو انسان په توګه وايم.
هغه څوک چې زمونږ د نافرمانو په وجه مرګ ته حواله شو او زمونږ د صادق کولو دپاره بيا راژوندے شو.
خو شريعت ځکه راغلو چې خلقو ته پته ولګى چې هغوئ څومره ګناهګار دى. خو چرته چې نافرمانى زياته شى نو هلته فضل د هغې نه نور هم زيات شى.
ځکه کله چې مونږ لا بېوسه وُو، نو مسيح په صحيح وخت کښې د بېدينو دپاره خپل ځان قربان کړو.
د يو صادق انسان دپاره به په مشکله څوک خپل ځان قربان کړى. خو کېدے شى چې د يو نېک او مهربانه کس دپاره څوک خپل ځان قربان کړى.
هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو، نو بيا د دې سره به مونږ ته نور څيزونه رانۀ کړى څۀ؟
په آسمان کښې او نۀ په زمکه او نۀ په ټول کائنات کښې داسې څۀ څيز شته چې مونږ د خُدائ پاک د مينې نه جدا کولے شى، کومه چې په مالِک عيسىٰ مسيح کښې مونږ ته مِلاو شوې ده.
زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.
نو خُدائ پاک په ټولو راتلونکو زمانو کښې هغه خپل بېاندازې لوئ فضل چې مونږ ته يې راکوى د عيسىٰ مسيح په وسيله به يې مونږ ته په خپل رحم کښې راښکاره کړى.
او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.
او په دې وجه په ما رحم وشو چې په ما وړومبى ګناه ګار کښې عيسىٰ مسيح خپل لوئ صبر څرګند کړى، او زۀ يې د هغه خلقو دپاره مثال وګرځولم څوک چې به په هغۀ د تل ژوندون دپاره ايمان راوړى.
ځکه چې هر مشر اِمام د نذارانو او قربانو ورکولو دپاره مقرر دے، نو په کار دى چې زمونږ د اِمام سره هم د ورکولو دپاره څۀ وى.
ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.
په دې وجه مونږ پوهيږو چې مينه څۀ ده، ځکه چې مسيح زمونږ دپاره خپل ځان ورکړو. او مونږ ته هم په کار دى چې خپل ځانونه د خپلو وروڼو دپاره ورکړُو.