7 د يو صادق انسان دپاره به په مشکله څوک خپل ځان قربان کړى. خو کېدے شى چې د يو نېک او مهربانه کس دپاره څوک خپل ځان قربان کړى.
محافظ ووئيل، ”هغه وړومبے سړے داسې منډې وهى لکه چې اخيمعض وى.“ بادشاه ورته وفرمائيل، ”هغه ښۀ سړے دے او هغه به يو ښۀ زېرے راوړى.“
خو هغوئ ورته ووئيل، ”تۀ به مونږ سره نۀ ځې، کۀ زمونږ باقى ټول کسان واپس شى او وتښتى نو په دشمن به څۀ فرق پرې نۀ وځى، يا کۀ زمونږ نيم کسان هم ووژلے شى، خو تۀ زمونږ د لسو زرو نه ښۀ يې. ښۀ به دا وى چې تۀ په ښار کښې ايسار شې او مونږ له مدد رالېږې.“
مِهربانه په هغۀ دے چې سخى وى او بل ته بېلالچه قرض ورکوى، او څوک چې خپلې مسئلې په اِنصاف سره حل کوى.
ځکه چې د دې اُمت زړونه سخت شوى دى، غوږونه يې کاڼۀ شوى او سترګې يې پټې شوې دى. ګنې د هغوئ سترګو خو به ليدل، د هغوئ غوږونو به اورېدل او د هغوئ زړونه به پوهېدل، او بيا به هغوئ واپس راګرځېدلى وے او ما به روغ کړى وے.“
د دې نه لويه مينه چا کښې نشته چې يو کس دې د خپل دوست دپاره خپل سر ورکړى.
برنباس يو ښۀ سړے وو د روحُ القُدس نه معمور او ايمان يې مضبوط وو. او ډېرو خلقو په مالِک باندې ايمان راوړو.
هغوئ زما دپاره خپل ځانونه په خطره کښې هم واچول او نۀ صرف زۀ بلکې د غېريهوديانو ټول جماعتونه د هغوئ شُکر ګزارى کوى.
ځکه کله چې مونږ لا بېوسه وُو، نو مسيح په صحيح وخت کښې د بېدينو دپاره خپل ځان قربان کړو.
خو خُدائ پاک خپله مينه مونږ ته داسې ثابته کړه، چې کله مونږ لا په ګناه کښې اخته وُو نو مسيح زمونږ دپاره مړ شو.
په دې وجه مونږ پوهيږو چې مينه څۀ ده، ځکه چې مسيح زمونږ دپاره خپل ځان ورکړو. او مونږ ته هم په کار دى چې خپل ځانونه د خپلو وروڼو دپاره ورکړُو.