13 د شريعت نه وړاندې ګناه دُنيا ته راغلې وه، خو چې کله شريعت نۀ وى نو ګناه هم ګناه نۀ حسابيږى.
چې د هغه ځائ خلق ډېر خراب او ګناهګار وُو او د مالِک خُدائ خلاف وُو.
بيا مالِک خُدائ اِبراهيم ته وفرمائيل، ”په سدوم او عموره باندې ډېر سخت اِلزامونه دى، دوئ ډېر بد عملونه کوى.
راځه چې خپل پلار نشه کړُو، نو د هغۀ سره به څملو او بچى به مو پېدا شى.“
نو د لوط دواړه لوڼه د خپل پلار نه اُميدوارې شوې.
د مېلمنو د څملاستو نه مخکښې، د سدوم خلق د هغه کور نه تاو شول، چې د ښار ټول خلق، واړۀ زاړۀ په کښې وُو.
هغۀ چې څۀ کول مالِک خُدائ ترې نه په دې نارضا شو او مالِک خُدائ هغه هم ووژلو.
د عير سلوک د مالِک خُدائ په نظر کښې ډېر خراب وو او هغه ترې نارضا شو، نو مالِک خُدائ هغه مړ کړو.
خو نور ټول خلق د خُدائ پاک د سيدها لارې نه لرى وُو او هر طرف ته زور او ظلم وو.
د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅکله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى.
ځکه چې يو بنى آدم به هم په شريعت د عمل کولو په وجه د خُدائ پاک په وړاندې صادق نۀ وى ځکه چې د شريعت په وسيله ګناه پېژندلے کيږى.
ځکه چې شريعت خو سزا اعلانوى، خو چرته چې شريعت نشته نو هلته د شريعت ماتول هم نشته.
د مرګ لشه ګناه ده او د ګناه طاقت شريعت دے.
کۀ چرې مونږ خپلو ايماندارانو وروڼو او خوېندو سره مينه کوُو، نو د دې نه دا پته لګيږى چې مونږ د مرګ نه ژوند کښې داخل شوى يُو. خو هغه څوک چې مينه په کښې نۀ وى هغه لا تر اوسه د مرګ په حالت کښې دے.
هر څوک چې ګناه کوى، هغه بېشرعې کارونه کوى، ګناه خو بېشرعې کارونه کول دى.