9 ولې دا خوشحالى تش د سنت شوو دپاره ده، يا دا د ناسنتو دپاره هم ده؟ مونږ وايو چې، ”د اِبراهيم ايمان په صداقت حساب شو.“
ابرام په مالِک خُدائ ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو.
هغه فرمائى، ”زما خِدمت کوونکيه، زۀ ستا دپاره يو لوئ مقصد لرم. تۀ به نۀ صرف هغه بنى اِسرائيليان بحال کړې چې کوم ژوندى پاتې دى، بلکې زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“
هغه به د د غېريهوديانو دپاره رڼا وى او بنى اِسرائيلو ته به جلال ورکړى.“
نو هغۀ ته دا څنګه حساب کړے شو؟ ولې هغه په هغه وخت کښې سنت وو کۀ نه؟ نه، هغه ناسنته وو.
ځکه چې صحيفې وائى چې، ”اِبراهيم په خُدائ پاک ايمان راوړو او هغه ايمان د هغۀ په صداقت حساب شو.“
دا ځکه وشو چې د اِبراهيم برکت د عيسىٰ مسيح په وسيله غېريهوديانو ته هم ور ورسى، او چې مونږ د ايمان په وسيله د روحُ القُدس هغه وعده حاصله کړُو د کوم چې خُدائ پاک وعده کړې وه.
اګر کۀ زۀ په ټولو مقدسينو کښې د ټولو ورکوټو نه ورکوټے يم، خو دا فضل په ما وشو چې زۀ غېريهوديانو ته د مسيح د بېاندازې دولت زيرے ورکړم،
په دې نوى ژوند کښې نۀ يهودى پاتې شو، نۀ غېر يهودى، نۀ سنت شوى، نۀ ناسنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غلام او نۀ آزاد، بلکې مسيح په تاسو ټولو کښې هر څۀ دے.