Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 4:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 د ايمان د څۀ کمزورۍ نه بغېر هغۀ د خپل وجود لکه د مړى په شان کمزورۍ ته فکر ونۀ کړو ځکه چې هغه خواوشا د سلو کالو بوډا وو او ساره هم شنډه وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 4:19
11 Iomraidhean Croise  

اِبراهيم تندے په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه، خو اِبراهيم په خندا شو، چې کله هغۀ سوچ کولو، ”چې يو سړے د سلو کالو زوړ وى د هغۀ بچى پېدا کېدے شى څۀ؟ د ساره بچى پېدا کېدے شى چې د لس کم سلو کالو ده؟“


عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”راځه.“ بيا پطروس د کِشتۍ نه کوز شو او د اوبو دپاسه د عيسىٰ خوا ته ورروان شو.


عيسىٰ سمدستى خپل لاس وراوږد کړو او هغه يې د لاسه ونيوو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا عقيده څومره کمزورې ده. شک دې ولې وکړو؟“


خو کۀ چرې خُدائ پاک د پټو واښو له داسې جامې ورکوى، کوم چې نن شته او سبا به په تنور کښې غورزولے شى، نو ولې هغه به بيا تاسو ته ښکلې جامې در نۀ کړى څۀ؟ اے د کم ايمان خاوندانو.


هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو ولې دومره يرېږئ، ستاسو ايمان څومره کمزورے دے؟“ بيا هغه ودرېدو، طوفان او د اوبو چپې يې ورټلې نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه.


دا به ښۀ وى چې تۀ غوښه ونۀ خورې يا شراب ونۀ څښې او يا نور داسې څۀ کار ونۀ کړې چې ستا د وروڼو او خوېندو د تيندک سبب کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan