Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 4:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 بيا هغۀ په نااُميدۍ کښې اُميد وساتلو، او د هغۀ دا ايمان وو چې هغه به د ډېرو قومونو پلار شى، د هغه کلام په مطابق چې هغۀ ته وئيلے شوے وو چې، ”ستا اولاد به بې‌شمېره وى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 4:18
12 Iomraidhean Croise  

هغه اُميد چې په وخت پوره نۀ شى نو زړۀ بيماروى، خو کوم خواهش چې پوره کيږى نو هغه د ژوندون ونه ده.


بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا هډوکى د ټول بنى اِسرائيلى قوم دى. هغوئ وائى چې، زمونږ هډوکى اوچ شوى دى او زمونږ اُميد ختم شوے دے، او مونږ ختم شوى يُو.


زکرياه فرښتې ته وفرمائيل، ”زۀ څنګه په دې باور کولے شم؟ زۀ په خپله بوډا يم او زما ښځه هم بوډۍ ده.“


نو اے سړو، خپله حوصله په ځائ کړئ. ځکه چې زما په خُدائ پاک ايمان دے چې څنګه چې ما ته وئيلے شوى دى، بلکل هم داسې به وشى.


لکه چې صحيفې وائى چې، ”ما تۀ د ډېرو قومونو پلار جوړ کړے يې.“ د هغه خُدائ پاک په حضور کښې په چا چې د هغۀ ايمان وو، څوک چې مړى بيا راژوندى کوى او نشت شتۀ کوى.


د ايمان د څۀ کمزورۍ نه بغېر هغۀ د خپل وجود لکه د مړى په شان کمزورۍ ته فکر ونۀ کړو ځکه چې هغه خواوشا د سلو کالو بوډا وو او ساره هم شنډه وه.


او دا اُميد مونږ شرمېدو ته نۀ پرېږدى، ځکه چې د خُدائ پاک مينه زمونږ په زړونو کښې د هغه روحُ القُدس په وسيله اچولے شوې ده کوم چې مونږ ته راکړے شوے دے.


نو چې مونږ خلاصون وموندو نو هغه اُميد راته مِلاو شو، خو اوس هغه اُميد چې مونږ ته مِلاو شو نو بيا انتظار د څۀ دپاره کوُو؟


دا زمونږ اُميد دے او دا زمونږ د ژوند دپاره رښتينے او مضبوط لنګر دے او دا داسې اُميد دے چې د پړدې دننه مقدس مقام ته رسېدلے دے،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan