ما ستا د اِسمٰعيل دپاره سوال اورېدلے دے، نو هغۀ له به هم برکت ورکړم او هغۀ له به ډېر بچى او ډېر اولاد ورکړم. هغه به د دولسو بادشاهانو پلار وى او زۀ به د هغۀ د اولاد نه يو لوئ قوم جوړ کړم.
زۀ به شمال ته ووايم چې هغوئ پرېږده چې لاړ شى او جنوب ته به ووايم چې هغوئ مۀ ايساروه. زما زامن د لرې مُلکونو نه واپس راوله، زما لوڼه د زمکې د هر سر نه واپس راوله.
تاسو به خوشحالۍ سره وځئ، او سلامتۍ سره به بوتلے شئ. غرونه او د غرونو غونډۍ به په تېز آواز سندرې وائى، او په پټى کښې ټولې ونې به د خوشحالۍ نه لاسونه پړقوى.