Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 4:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 نو خُدائ پاک د خپل فضل په مطابق دا وعده ځکه وکړه چې اِبراهيم په هغۀ ايمان راوړے وو، د دې دپاره چې د هغۀ فائده د اِبراهيم ټول نسل ته د بخښنې په طور ورسى. نۀ يواځې د هغوئ دپاره چې په شريعت قائم دى، بلکې د هغوئ دپاره هم چې د اِبراهيم په شان ايمان لرى، ځکه چې هغه زمونږ د ټولو پلار دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 4:16
18 Iomraidhean Croise  

د خپل پلار نيکۀ اِبراهيم او مور ساره په حقله سوچ وکړئ، چې تاسو يې زيږولى يئ. کله چې ما اِبراهيم راوغوښتلو، نو هغه بې‌اولاده وو، خو ما هغۀ له برکت ورکړو او ډېر اولاد مې ورکړو.


عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”هم نن دې کور ته نجات راغلے دے ځکه چې دے هم د اِبراهيم زوئ دے.


ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې مسيح د خُدائ پاک د رښتينوالى د ثابتولو دپاره د يهوديانو خادِم شو، د دې دپاره چې هغه وعدې پوره کړى کومې چې زمونږ د پلار نيکونو سره شوى دى


لار دا ده چې عيسىٰ مسيح باندې ايمان راوړلو سره خُدائ پاک مونږ صادقان جوړوى، دا لار د ټولو دپاره ده، په هيچا کښې هم فرق نشته.


ځکه چې خُدائ پاک يو دے او هغه به سنت شوى د ايمان په وسيله او ناسنته هم د ايمان په وسيله صادق کړى.


هغۀ ته د سنت نښه د صداقت د مهر په طور مِلاو شوه کومه چې هغۀ د ايمان په وسيله حاصله کړه ځکه چې هغه لا ناسنته وو. د دې مطلب دا وو چې هغه د هغوئ ټولو هم نيکۀ شى چا چې بغېر د سنت کېدو نه ايمان راوړو او هم په دې وجه هغوئ صادق وګڼلے شول.


په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده،


مطلب دا چې د اِبراهيم په نسل کښې ټول د خُدائ پاک حقيقى بچى نۀ دى، خو صرف د خُدائ د وعدې په مطابق پېدا شوى د اِبراهيم اولاد بللے شى.


دا ځکه وشو چې د اِبراهيم برکت د عيسىٰ مسيح په وسيله غېر‌يهوديانو ته هم ور ورسى، او چې مونږ د ايمان په وسيله د روحُ القُدس هغه وعده حاصله کړُو د کوم چې خُدائ پاک وعده کړې وه.


نو خُدائ پاک چې د اِبراهيم او د هغۀ د اولاد سره کومه وعده وکړه، نو د هغۀ مقصد دا نۀ وو چې، ”د ډېرو اولادونو سره،“ بلکې د هغۀ مقصد دا وو چې، ”ستا يک يو اولاد سره،“ يعنې مسيح سره.


خو صحيفې فرمائى چې مونږ ټول د ګناه بنديوان يُو، نو کومه د معافۍ وعده چې د عيسىٰ مسيح په ايمان کښې ده، هغه به هغه خلقو له ورکړے شى د چا چې پرې ايمان وى.


تر دې پورې کله چې مونږ د نافرمانو په وجه مړۀ وُو نو هغۀ مونږ د مسيح سره بيا راژوندى کړُو. او د فضل په وسيله تاسو خلاصون بياموندو.


ځکه چې خُدائ پاک د خپل فضل په سبب تاسو له د ايمان په وجه خلاصون درکړو، او دا ستاسو خپل کار نۀ وو، بلکې دا د خُدائ پاک د خوا نه انعام دے.


نو د هغۀ د فضل په وسيله مونږ صادقان شُو او د تل ژوندون د اُميد وارثان شُو.


نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، د خپلې بلنې او غوره والى د ثابتولو زيات کوشش کوئ، ځکه کۀ تاسو داسې اخلاق ساتئ نو هيڅکله به تيندک ونۀ خورئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan