Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 4:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 او هغه د سنت شوو خلقو هم نيکۀ دے نۀ يواځې دا چې سنت شوى دى، بلکې چې زمونږ د نيکۀ اِبراهيم غوندې ايمان ولرى، يعنې هغه ايمان چې اِبراهيم لا د سنت کېدلو نه مخکښې لرلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 4:12
14 Iomraidhean Croise  

هغه زما په پښو کښې زولنۍ اچوى، او زما په هر حرکت يې نظر دے.“


د دُنيا حکمرانان رايوځائ شوى دى، د اِبراهيم د خُدائ خلق ورسره دى، د دُنيا ټول بادشاهان د خُدائ پاک دى، نو ځکه د هغۀ په هر ځائ کښې ډېر عزت کيږى.


نو بيا تۀ د ښو خلقو په طريقو تلل کوه او د صادقانو په لارو کښې پاتې شه.


اے په ټولو پېغلو کښې ښائسته محبوبې، کۀ چرې تا ته دا پته نۀ وينه، نو د رمو د پښو ښاپونو پسې شه روانه، او خپل چېلى دې د شپانو د خېمو په خوا کښې وڅرونه.


”اے بنى آدمه، کوم خلق چې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې په دې شاړو او کنډراتو کښې اوسيږى نو هغوئ وائى چې، اِبراهيم صرف يو سړے وو، خو بيا هم هغۀ دا زمکه حاصله کړه. بلکې مونږ ډېر يُو، په يقين سره مونږ ته دا زمکه لکه زمونږ د خپل ملکيت په شان راکړے شوې وه.


تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.


هغۀ ته د سنت نښه د صداقت د مهر په طور مِلاو شوه کومه چې هغۀ د ايمان په وسيله حاصله کړه ځکه چې هغه لا ناسنته وو. د دې مطلب دا وو چې هغه د هغوئ ټولو هم نيکۀ شى چا چې بغېر د سنت کېدو نه ايمان راوړو او هم په دې وجه هغوئ صادق وګڼلے شول.


خُدائ پاک د اِبراهيم او د هغۀ اولاد سره د دُنيا د وارث کېدو لوظ په شريعت د عمل کولو په وسيله ونۀ کړو بلکې د صداقت په بنياد يې وکړو چې په ايمان حاصليږى.


ما تيطوس ته مِنت وکړو چې هغه لاړ شى او هغۀ سره مې يو ورور درولېږلو، خو تيطوس ولې تاسو سره دوکه ونۀ کړه څۀ؟ ولې مونږ دواړه په يو روح کښې نۀ يُو؟ ولې مونږ د يو بل په نقش قدم نۀ يُو روان څۀ؟


خو تاسو هم دې دپاره رابللے شوى يئ، ځکه چې مسيح هم ستاسو دپاره مصيبت وزغملو او تاسو ته يې يو مثال قائم کړو نو چې تاسو د هغۀ په نقش قدم تلل پرې نۀ ږدئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan