Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 3:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 نو مونږ بيا څۀ وئيلے شُو؟ ولې مونږ د نورو نه ښۀ يو څۀ؟ نه، بلکل نه. ځکه چې مونږ د مخکښې نه دا اِلزام لګولے دے چې يهوديان او غېر‌يهوديان دواړه يو شان د ګناه په قبضه کښې دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 3:9
21 Iomraidhean Croise  

څوک دا وئيلے شى چې، زما زړۀ صفا دے او زۀ پاک او بې‌ګناه يم؟


او بيا دوئ يو بل ته وائى، ”ما ته مۀ رانزدې کېږه ګنې ما به پليت کړې. زۀ ستا نه زيات مقدس يم.“ داسې خلق زما په سپېږمو کښې د بدبوئ په شان دى، د داسې خراب بوئ په شان چې هيڅکله نۀ ختميږى.


کله چې د هغۀ کوربه فريسى دا وليدل نو د ځان سره يې ووئيل، ”کۀ دا سړے چرې رښتينے نبى وے نو هغه به په دې خبر وے چې دا لاس وروړونکې ښځه څوک ده او دا څنګه ښځه ده يعنې يوه ګناهګاره ده.“


خو د خُدائ پاک غضب د آسمان نه په هغه ټولو بې‌دينه او بدکارو خلقو نازليږى، څوک چې حقيقت په خپل منافقت سره پټوى.


ځکه خُدائ پاک ټول بنى آدم په نافرمانۍ کښې راګېر کړل نو چې هغه په ټولو باندې رحم وکړى.


نو چې خبره داسې ده، نو ډېر بنى اِسرائيل په خپل لټون کښې کامياب نۀ شول. او په هغوئ کښې يو څو غوره شوى کسان کامياب شول. خو د نورو زړونه سخت کړے شوى وُو،


اے دوستانو، تاسو چې بل څوک مجرموئ، تاسو هر څوک چې يئ، تاسو سره هيڅ عُذر نشته. کله چې تاسو بل څوک مجرموئ نو په دې سره تاسو خپل ځان مجرموئ ځکه چې هم هغه کارونه تاسو په خپله کوئ.


نو بيا يهودى په غېر يهودى باندې څۀ غوره والے لرى؟ او يا د سنت کېدلو فائده څۀ ده؟


اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.


خو کۀ چرې ځينې خلق داسې وائى چې زمونږ بدکارى د خُدائ پاک د اِنصاف د ښکاره کولو سبب کېدے شى، نو بيا مونږ په دې کښې څۀ وئيلے شُو؟ ولې دا د خُدائ پاک بې‌اِنصافى ده چې خُدائ پاک په مونږ غضب نازلوى؟ زۀ دا د يو انسان په توګه وايم.


نو اوس سوال دا دے، چې مونږ د شريعت د لاندې نۀ يُو او د فضل د لاندې يُو نو ولې بيا مونږ دې ګناه کوُو؟ نه، هيڅکله نه.


ځکه چې مونږ پوهيږو چې شريعت روحانى دے خو زۀ غېر روحانى يم او په ګناه لکه د غلام خرڅ شوے يم.


ولې زما مطلب دا دے چې ګنې د بُت د قربانۍ څۀ حيثيت وى؟ او يا د بُت څۀ حيثيت شته دے؟


نو بيا زۀ څۀ وکړم؟ زۀ به په روح کښې دُعا کوم خو ورسره به په عقل کښې هم دُعا کوم، زۀ به په روح کښې حمد و ثنا کوم خو زۀ به په عقل سره هم حمد و ثنا کوم.


تاسو هيچا هم په بل باندې بهتر کړى نۀ يئ. او تاسو سره چې څۀ دى هغه خُدائ پاک درکړى دى. او بيا چې هر څۀ خُدائ پاک درکړى دى نو بيا په څۀ خبره فخر کوئ لکه چې هغۀ نۀ وى درکړى؟


ځکه څوک چې د شريعت په عملونو بهروسه کوى، هغوئ لعنتيان دى، لکه چې په صحيفو کښې فرمائى چې، ”هر هغه څوک چې د شريعت په کِتاب کښې په ليکلے شوو ټولو خبرو عمل نۀ کوى هغوئ ټول لعنتيان دى.“


خو صحيفې فرمائى چې مونږ ټول د ګناه بنديوان يُو، نو کومه د معافۍ وعده چې د عيسىٰ مسيح په ايمان کښې ده، هغه به هغه خلقو له ورکړے شى د چا چې پرې ايمان وى.


خو دا څۀ خبره نۀ ده، خو خاص خبره دا ده چې د مسيح پېغام ورکول دى هغه چې په هره طريقه وى، هغه کۀ په بهانه يا په صفا زړۀ، او هم په دې کولو زۀ خوشحالېږم. آو، او همېشه به خوشحاله شم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan