Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 3:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 لکه څنګه چې ځينې خلق په مونږ دا اِلزام لګوى چې مونږ خلقو ته داسې وايو چې، راځئ چې مونږ بد وکړو چې نېکى ترې پېدا شى، نو کوم خلق چې په مونږ داسې اِلزام لګوى هغوئ د سزا لائق دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 3:8
10 Iomraidhean Croise  

خو جدلياه يوحانان ته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ تا په سختۍ سره منع کوم دا کار مۀ کوه. تۀ چې د اِسمٰعيل په حقله څۀ وائې نو هغه رښتيا نۀ دى.“


تاسو بختور يئ کله چې خلق درته سپکې سپورې وائى، او زوروى مو او زما له وجې خلق ستاسو په حقله هر قِسم دروغژنې بدې خبرې کوى.


خو شريعت ځکه راغلو چې خلقو ته پته ولګى چې هغوئ څومره ګناهګار دى. خو چرته چې نافرمانى زياته شى نو هلته فضل د هغې نه نور هم زيات شى.


نو بيا مونږ په دې کښې څۀ ووايو؟ ولې مونږ دې په ګناهونو کښې اخته يُو د دې دپاره چې فضل نور هم زيات شى؟


نو اوس سوال دا دے، چې مونږ د شريعت د لاندې نۀ يُو او د فضل د لاندې يُو نو ولې بيا مونږ دې ګناه کوُو؟ نه، هيڅکله نه.


نو مونږ به بيا څۀ ووايو؟ ولې شريعت ګناه ده څۀ؟ يقيناً چې نه. خو کۀ شريعت نۀ وے نو زۀ به په ګناه پوهه شوے نۀ وے، ولې چې ما به دا هيڅکله هم نۀ وے پېژندلے چې لالچ څۀ شے وى، کۀ چرې شريعت دا نۀ وے وئيلے چې، ”تاسو لالچ هم مۀ کوئ.“


نو بيا کۀ د شېطان خادِمان د صادقانو خادِمانو په شان ځان جوړ کړى نو دا څۀ غټه خبره نۀ ده. خو د هغوئ اَنجام به د هغوئ د کارونو په شان وى.


مونږ په هر حالت کښې په عزت او بې‌عزتۍ، په بدنامۍ او په نېک نامۍ کښې د خُدائ پاک خِدمت کوُو. اګر کۀ دوئ مونږ دوکه باز ګڼى خو بيا هم رښتينى يُو،


ځکه چې څۀ خلق ستاسو په مينځ کښې راګډ شوى دى په چا چې د ډېر پخوا نه د مجرمانو مهر لګولے شوے دے، بې‌دينه خلق څوک چې زمونږ د خُدائ پاک فضل په عياشۍ بدلوى او زمونږ د يک يو مالِک، مالِک عيسىٰ مسيح نه اِنکار کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan