7 خو کۀ چرې زما د دروغو په وجه د خُدائ پاک حقيقت او د هغۀ لوئى ښکاره کيږى نو ولې بيا زۀ اوس هم د ګناه ګار په توګه مجرم ګڼلے شم؟
نو اوس راځئ، چې وې وژنو او په يو اوچ کوهى کښې يې وغورزوو. مونږ به وايو چې هغه يو ځنګلى ځناور خوړلے دے. بيا به مونږ وګورو چې د هغۀ د خوبونو څۀ نتيجه راوځى.“
نو، په هغه ورځ مالِک خُدائ بنى اِسرائيل د مِصريانو د زور نه بچ کړل او بنى اِسرائيلو هغوئ وليدل چې د درياب په غاړه مړۀ پراتۀ وُو.
چې کله فِرعون خبر شو چې بنى اِسرائيل تښتېدلى دى، نو هغۀ او د هغۀ درباريانو خپلې ارادې بدلې کړې او وې وئيل، ”مونږ دا څۀ کړى دى؟ مونږ بنى اِسرائيل تښتېدلو ته پرېښودل، زمونږ غلامان زمونږ د لاس نه لاړل.“
ما ته پته ده چې د مِصر بادشاه به تاسو تلو ته پرې نۀ ږدى ترڅو چې هغه مجبور کړے شوے نۀ وى.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تا ته رښتيا وايم چې تۀ به نن شپه د چرګ د بانګ نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“
دا سړے د خُدائ پاک د خاص منصوبې او د پوهې په مطابق تاسو ته حواله کړے شو او تاسو هغه د بېدينه خلقو په وسيله په سولۍ وخېژولو او مړ مو کړو.
نه، هيڅکله نه. کۀ چرې هر بنى آدم دروغژن وى خو خُدائ پاک به همېشه رښتونے وى، لکه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”تۀ دې په خپلو خبرو کښې رښتونے وګرځې او په خپل عدالت کښې دې کامياب شې.“