28 ځکه مونږ دا وايو چې خُدائ پاک بنى آدم د ايمان په وسيله صادق کوى، نۀ چې د شريعت په کارونو.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې زما خبرو ته غوږ ږدى او په هغه چا ايمان راوړى چې زۀ يې رالېږلے يم، هغه تل عُمرى ژوندون لرى. او هغه به مجرم نۀ شى ځکه چې هغه د مرګ نه ژوندون ته اوړېدلے دے.
ځکه چې دا زما د پلار مرضى ده چې هر څوک چې زوئ ووينى او په هغۀ ايمان راوړى، هغه به د ابدى ژوندون خاوند شى، او زۀ به هغوئ د قيامت په ورځ بيا راپاڅوم.“
د دې دپاره چې په دې زمانه کښې دا خبره ثابته او ښکاره کړى چې هغه په خپله صادق دے او هر هغه سړے صادق حسابوى چې په عيسىٰ مسيح يې ايمان وى.
خو کۀ څوک بغېر د عمل نه په هغۀ ايمان ولرى څوک چې بېدينه صادقوى نو دغه ايمان هغۀ ته په صداقت حساب دے.
په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده،
او هغه څۀ چې شريعت نۀ شُو پوره کولے ځکه چې زمونږ د ګناه فطرت کمزورے وو، نو خُدائ پاک داسې وکړل چې خپل زوئ يې په ګناه ګار انسانى وجود کښې راولېږلو او د ګناه کفاره يې کړو. او دغسې هغۀ ګناه په انسانى فطرت کښې مجرمه کړه،
او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.
خو اوس مونږ په دې پوهيږو چې څوک هم د شريعت په عملونو نه، بلکې صرف په عيسىٰ مسيح په ايمان راوړلو صادق کيږى. او مونږ په خپله په عيسىٰ مسيح ايمان راوړو د دې دپاره چې مونږ په مسيح په ايمان راوړلو سره صادق شُو، نه چې د شريعت په عملونو، ځکه چې د شريعت په عملونو څوک هم صادق کېدے نۀ شى.
په دې وجه شريعت د مسيح د راتلو پورې زمونږ څارونکے وو د دې دپاره چې مونږ د ايمان په وسيله صادق ثابت کړے شُو.
او په صحيفو کښې د مخکښې نه ليکلے شوى وُو چې خُدائ پاک به ټول قومونه په ايمان صادق کړى، نو د اول نه يې اِبراهيم ته دا زيرے ورکړو او وې فرمائيل چې، ”ستا په وسيله به ټولو قومونو ته برکت ورکړم.“
خلاصون زمونږ د نېک عمل اجر نۀ دے نو په مونږ کښې دې څوک هم په خپل عمل فخر ونۀ کړى.
او د هغۀ سره يو شم، نۀ په هغه صداقت کوم چې ما د شريعت نه حاصل کړے دے، بلکې په هغه صداقت کوم چې په مسيح د ايمان په وسيله دے. او د خُدائ پاک د خوا نه هغه صداقت چې په ايمان ولاړ دے.
نو د هغۀ د فضل په وسيله مونږ صادقان شُو او د تل ژوندون د اُميد وارثان شُو.
خو څۀ خلق به وائى چې، ”تۀ ايماندار يې او زۀ نېک کارونه کوم.“ تۀ خپل ايمان بغېر د نېک کارونو نه ما ته وښايه او زۀ به خپل ايمان درته په نېک کار کولو وښايم.
اے کم عقله، ولې تۀ په دې هم نۀ پوهېږې چې د نېک کار کولو نه بغېر ايمان عبث دے؟
نو تاسو وينئ چې انسان تش په ايمان نه، بلکې په عمل صادق کيږى.