24 خو هغوئ د خُدائ پاک په فضل سره مفت صادق شول د هغه خلاصون په وسيله چې په عيسىٰ مسيح کښې دے.
اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ اُميد ساتئ، د مالِک خُدائ مينه ابدى ده او هغۀ سره پوره خلاصون دے.
کله چې هغه وګورى چې د هغۀ د مصيبت اوچتولو په وجه هغۀ څۀ حاصل کړى دى، نو هغه به مطمئن شى. زما صادق خِدمت کوونکے به ډېر خلق صادقان کړى، ځکه چې هغه به د هغوئ ګناهونه اوچت کړى.
ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“
نه، زمونږ عقيده ده چې مونږ د مالِک عيسىٰ د فضل په وسيله خلاصون موندلے دے او دغه شان دوئ هم.“
نو خُدائ پاک د خپل فضل په مطابق دا وعده ځکه وکړه چې اِبراهيم په هغۀ ايمان راوړے وو، د دې دپاره چې د هغۀ فائده د اِبراهيم ټول نسل ته د بخښنې په طور ورسى. نۀ يواځې د هغوئ دپاره چې په شريعت قائم دى، بلکې د هغوئ دپاره هم چې د اِبراهيم په شان ايمان لرى، ځکه چې هغه زمونږ د ټولو پلار دے.
نو اوس کۀ يو سړے څۀ کار وکړى نو د هغۀ مزدورى ورته په اجر کښې نۀ حسابيږى، دا خو د هغۀ حق دے.
مونږ چې د مسيح د وينې په وسيله صادقان شُو، نو دا نوره هم يقينى شوه چې مونږ به د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک د غضب نه هم بچ شُو.
خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو،
او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.
چا کښې چې مونږ ته خلاصون، يعنې د ګناهونو نه معافى حاصله ده.
چا چې خپل ځان د ټولو دپاره فديه کړو او په مناسب وخت کښې دا ثابته هم شوه.
نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بېشرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.
او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.
ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.