Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 3:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 3:19
24 Iomraidhean Croise  

نو چې غريبانان اُميد ولرى، او د بې‌اِنصافه خلقو خولې بندې کړے شى.


او صادقان دا ګورى او ورته خوشحالى کوى، او ټول بدعمله به خپلې خولې بندې کړى.


خو بادشاه به خوشحاليږى د خُدائ پاک په نوم، او ټولو چا چې د خُدائ په نوم قسم خوړلے، هغوئ به د هغۀ ثناء صِفت کوى، ځکه چې د دروغژنو خولې به بندې شى.


کله چې زۀ ستا ټول کارونه تا ته معاف کړم کوم چې تا کړى دى، نو تا ته به دا ګناهونه ياد وى او په هغې به دومره شرمېږې چې بيا به يې نوم په خولۀ نۀ اخلې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“


هم د هغوئ په شريعت کښې دا ليکلى دى چې، ”هغوئ ما نه بې‌سببه نفرت وکړو.“


کله چې هغوئ دا خبره واورېده نو هغوئ يو يو بهر ووتلو، د ټولو نه اول مشران وتښتېدل، او عيسىٰ د هغې ښځې سره يواځې پاتې شو چې د هغۀ په وړاندې ولاړه وه.


د کله نه چې خُدائ پاک دا دُنيا پېدا کړې ده د هغۀ پټ صِفتونه لکه د هغه دائمى او الاهى قوت په هغه ټولو څيزونو کښې ښکارى کوم چې هغۀ پېدا کړى دى. نو ځکه د چا سره هم د خُدائ پاک د نۀ پېژندلو په حقله هيڅ عُذر نشته.


په هر لحاظ سره ډېره فائدې لرى. د ټولو نه اوله دا چې د خُدائ پاک کلام يهوديانو ته حواله شو.


ځکه چې ټولو ګناه کړې ده او د خُدائ پاک د لويئ نه محروم دى.


نه، هيڅکله نه. کۀ چرې هر بنى آدم دروغژن وى خو خُدائ پاک به همېشه رښتونے وى، لکه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”تۀ دې په خپلو خبرو کښې رښتونے وګرځې او په خپل عدالت کښې دې کامياب شې.“


نو مونږ بيا څۀ وئيلے شُو؟ ولې مونږ د نورو نه ښۀ يو څۀ؟ نه، بلکل نه. ځکه چې مونږ د مخکښې نه دا اِلزام لګولے دے چې يهوديان او غېر‌يهوديان دواړه يو شان د ګناه په قبضه کښې دى.


نو چې بيا هيڅوک هم د خُدائ پاک په وړاندې فخر ونۀ کړى.


ځکه څوک چې د شريعت په عملونو بهروسه کوى، هغوئ لعنتيان دى، لکه چې په صحيفو کښې فرمائى چې، ”هر هغه څوک چې د شريعت په کِتاب کښې په ليکلے شوو ټولو خبرو عمل نۀ کوى هغوئ ټول لعنتيان دى.“


تاسو څوک چې د شريعت تابعدارى کول غواړئ، ما ته دا ووايئ چې ولې تاسو په هغه خبره نۀ پوهېږئ څۀ چې شريعت وائى؟


د دې دپاره چې هغه زمونږ فديه ورکړى او مونږ د شريعت نه آزاد کړى، نو چې په دې سره هغه مونږ د خپل زوئ په حيث قبول کړى.


خو کۀ چرې تاسو د خُدائ پاک د روح په هدايت روان يئ نو تاسو د شريعت پابند نۀ يئ.


هغه د خپلو وفادارو خلقو ژوند بچ کوى، خو بدعمله په تيارۀ کښې ورکيږى، سړے په خپل طاقت باندې نۀ بريالے کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan