13 د هغوئ مرۍ د پرانستى قبرونو په شان دى، هغوئ د خپلو ژبو سره دوکې ورکوى، د هغوئ د شونډو لاندې د مارانو زهر پراتۀ دى.
دوئ خپلې ژبې لکه د ښامار په شان تېروى، او د چمچمار زهر يې په شونډو پراتۀ وى.
دوئ په ژبه د دوکې او د بدۍ خبرې کوى. هغوئ کار د عقل او ښۀ عمل نۀ کوى.
په خولۀ يې اعتبار نۀ وى زړونه يې د تباهۍ نه ډک دى. او په ژبه دروغ وائى او مرۍ يې کولاو قبر دے.
ژبه دې د نورو خلقو د تباهۍ په لټون کښې ده، او لکه د تېرې چړې په شان ده او ټګى ماره ده.
د يروونکو زمرو په مينځ کښې راګېر شوے يم، کوم چې د بنيادم غوښو خوړلو ته اوږے ناست وى، او د چا غاښونه چې د نېزو او غشو په شان وى او ژبې يې تېرې تُورې وى.
ځکه چې ستاسو لاسونه خونى، او ستاسو ګوتې په ګناه ککړې دى. ستا شونډې دروغژنې دى او خولۀ دې د بدعملۍ پس پس کوى.
د هغوئ سره وژونکى غشى دى او ټول تکړه او زورَور فوجيان دى.
آيا تاسو د دروغو روياګانې ليدلې نۀ دى او غلط پال مو نيولے نۀ دے او بيا هم وايئ چې، دا د مالِک خُدائ فرمان دے، حالانکه ما څۀ نۀ وى فرمائيلى؟
ټول اوړېدلى دى، او ټول بېکاره شوى دى. يو هم نيک کار نۀ کوى، يو کس هم نشته.
نه، هيڅکله نه. کۀ چرې هر بنى آدم دروغژن وى خو خُدائ پاک به همېشه رښتونے وى، لکه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”تۀ دې په خپلو خبرو کښې رښتونے وګرځې او په خپل عدالت کښې دې کامياب شې.“
د داسې ميو په شان چې د مارانو د زهرو نه جوړ وى.