12 ټول اوړېدلى دى، او ټول بېکاره شوى دى. يو هم نيک کار نۀ کوى، يو کس هم نشته.
خُدائ پاک دا ټول څيزونه وکتل او هغه ډېر خوشحاله وو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا شپږمه ورځ وه.
نشته يو هم نشته ټول دى اوړېدلى په غلطه لار روان، نشته دے يو کس هم چرته نشته دے نېکان.
کم عقلان په خپل زړۀ کښې وائى چې، ”خُدائ پاک نشته.“ دوئ په بدو اخته شول او بدعمله دى، تر دې چې يو هم نشته چې نېک وى.
خو ټول بېلارې شوى دى، او ټول يو شان خراب شوى دى. يو کس هم ښۀ نۀ کوى داسې يو هم نشته چې ښۀ کارونه وکړى.
چې په کومه لاره ما هغوئ له د عمل کولو حُکم ورکړے وو هغوئ زر د هغې نه بېلارې شوى دى، هغوئ د ويلې شوى سرو زرو نه سخے جوړ کړے دے، د هغۀ عبادت يې کړے دے او قربانۍ يې ورته پېش کړى دى. هغوئ وائى چې هغه يې خُدائ دے چا چې د مِصر د مُلک نه راويستلى دى.
په دې دُنيا کښې داسې هيڅ څوک صادق نشته چې هغه همېشه ښۀ کوى او هيڅکله ګناه نۀ کوى.
نو زۀ صرف دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان پېدا کړے دے چې نېک وى، خو هغه په نورو ډېرو منصوبو پسې ځى.
مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
نه هغوئ د امن لار پېژنى او نه د هغوئ په لارو کښې اِنصاف شته. هغوئ خپلې لارې کږې وږې جوړې کړې دى، نو هر څوک چې په دې لار ځى هغه امن نۀ پېژنى.
مونږ ټول د هغه سړى په شان يُو څوک چې ناپاک وى، او زمونږ ټول ښۀ عملونه د پليتې کپړې په شان دى. مونږ د خزان د پاڼو په شان مړاوى شُو او راپرېوځو، او زمونږ ګناهونه مونږ لکه د هوا په شان جارُو کړى.
”ځکه چې زما خلقو دوه ګناهونه کړى دى، يو دا چې هغوئ زۀ چې د ژوندون د اوبو چينه يم پرېښودے يم، او بل دا چې د خپل ځان دپاره يې مات شوى تالابونه جوړ کړى دى په کوم کښې چې اوبۀ نۀ ايساريږى.“
نو دا بېکاره نوکر تيارې ته وغورزوئ، چرته به چې د ژړا او د غاښونو چيچل وى.
داسې څوک هم نشته چې هوښيار وى، داسې هيڅوک نشته چې د خُدائ پاک لټون کوى.
د هغوئ مرۍ د پرانستى قبرونو په شان دى، هغوئ د خپلو ژبو سره دوکې ورکوى، د هغوئ د شونډو لاندې د مارانو زهر پراتۀ دى.
يو وخت مونږ هم دغه شان د خپل وجود د خواهشونو په مطابق ژوند تېرولو او د ګناه د فطرت مرضى مو پوره کوله، او مونږ هم لکه د نورو په شان په فطرى توګه د خُدائ پاک د غضب د لاندې وُو.
اول خو هغه ستا دپاره بېکاره وو، خو اوس هغه ستا او زما دواړو د کار دے.
ځکه چې تاسو د بېلارې ګډو په شان ګرځېدئ خو اوس تاسو خپل شپونکى او حفاظت کوونکى له بيا راغلى يئ.