6 هغه به هر چا ته د هغوئ د کارونو په مطابق اجر ورکړى.
ځکه چې هغه د عملونو په مطابق خلقو له بدله ورکوى، او هغه شان سلوک ورسره کوى چې څنګه يې حقدار وى.
او چې پاکه خُدايه ستا مينه نۀ ختمېدونکې ده. بېشکه چې تۀ هر چا ته د هغوئ د کارونو په مطابق اجر ورکوې.
اوس لاړ شه، خلق هغه ځائ ته بوځه کوم چې ما درته ښودلے دے. او ګوره، زما فرښته به ستا لارښودنه کوى، خو هغه وخت راروان دے چې زۀ به دې خلقو له د هغوئ د ګناه سزا ورکړم.“
کۀ تاسو چرې وايئ، ”مونږ ته خو د دې په حقله څۀ عِلم نشته دے،“ نو هغه څوک چې د زړونو په سوچونو خبر دے نو دا به معلوم نۀ کړى څۀ؟ هغه څوک چې ستا د ژوندون خيال ساتى په دې نۀ پوهيږى څۀ؟ هغه به هر هغه چا ته د خپل عمل په مطابق بدله ورنۀ کړى څۀ؟
ځکه چې هغوئ په زړۀ کښې د شر او فساد منصوبې جوړوى، او د هغوئ خبرې تل مصيبت جوړوى.
هغه څوک چې کم عقل او يا لوفر ته کار ورکړى هغه لکه د هغه غشى ويشتونکى په شان وى چې هر څوک پرې ولى.
ما په خپل زړۀ کښې ووئيل، خُدائ پاک به د بدعملو او د صادقانو عدالت کوى، ځکه چې هر يو څيز او هر يو کار دپاره يو وخت مقرر دے.
”زۀ مالِک خُدائ د انسان د زړۀ لټون کوم او د هغۀ پټ سوچونه آزمائيم، زۀ هر چا ته اجر د هغۀ د عمل په مطابق ورکوم.“
ستا مقصد عظيم او ستا کارونه زورَور دى. ستا سترګې د انسان ټولې لارې وينى، او تۀ هر يو ته د خپل چال چلن او عمل په مطابق اجر ورکوې.
کوم کس چې ګناه وکړى هم هغه کس به مړ شى. زوئ به د پلار په ګناه نۀ شى نيولے، او نۀ به پلار د زوئ په ګناه کښې نيولے شى. د صادق انسان صداقت به هغۀ ته په نېکۍ کښې حساب شى، او بدعمله ته به د بدعملۍ سزا مِلاو شى.
نو په دې وجه، اے د بنى اِسرائيلو قومه، زۀ به ستاسو د هر يو کس د اعمالو په مطابق ستاسو عدالت وکړم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. توبه وباسئ. د خپلو ټولو ګناهونو نه واوړئ، نو بيا به ګناه ستا د هلاکت سبب نۀ وى.
ما هغوئ په نورو قومونو کښې خوارۀ کړل، او هغوئ په ټولو مُلکونو کښې خوارۀ شوى وُو. ما د هغوئ د چال چلن او عمل په مطابق د هغوئ عدالت وکړو.
ځکه چې اِبن آدم به د خپل پلار په لويئ کښې د خپلو فرښتو سره راځى او بيا به هغه هر چا ته د خپل عمل بدله ورکوى.
نو په څۀ چې ستاسو عقيده وى، هغه د خُدائ پاک او په خپل مينځ کښې وساتئ. بختور دى هغوئ کوم څيزونه چې هغوئ روا ګڼى او د هغې په خوړلو سره خپل ځانونه مجرمان نۀ ګڼى.
د تخم کرونکى او د اوبو ورکوونکى دواړو مقصد يو دے، خو هر يو به د خپل محنت په مطابق اجر بيا مومى.
نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.
نو بيا کۀ د شېطان خادِمان د صادقانو خادِمانو په شان ځان جوړ کړى نو دا څۀ غټه خبره نۀ ده. خو د هغوئ اَنجام به د هغوئ د کارونو په شان وى.
ځکه چې مونږ ټول به ضرور د مسيح د عدالت په وړاندې حاضر شو، نو هلته به هر يو ته د خپل کار بدله مِلاو شى څۀ چې هغوئ په دې بدن کښې کړى وى کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد وى.
سکندر مسګر ما ته لوئ نقصان راکړے دے. خو مالِک خُدائ به هغۀ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړى.
او د هغې بچى به په زمکه ووژنم. په دې به ټول جماعتونه دا سبق حاصل کړى چې زۀ د بنى آدمو زړُونه او خيالات آزمائيم او دا چې زۀ به تاسو ټولو ته د خپل عمل په مطابق اجر درکړم.
بيا ما لوئ او واړۀ مړى د تخت د وړاندې ولاړ وليدل او کتابونه پرانستلے شول. بيا بل کِتاب پرانستلے شو، يعنې د ژوندون کِتاب. او د مړو عدالت د هغوئ د اعمالو په مطابق وشو څنګه چې په هغه کتابونو کښې درج وو.
”ما ته غوږ ونيسئ. زۀ عيسىٰ زر درځم او ستاسو اجر د خپل ځان سره دروړم چې هر يو ته به زۀ د هغوئ د عمل په مطابق ورکړم.