Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 2:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 نو بيا تاسو چې نورو ته تعليم ورکوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله تعليم نۀ زده کوئ؟ تاسو خو دا تعليم ورکوئ چې غلا مۀ کوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله غلا کوئ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 2:21
16 Iomraidhean Croise  

اګر چې تاسو ډېر څۀ ليدلى دى، خو تاسو څۀ توجو نۀ ده ورکړې، اګر چې ستاسو غوږونه خبره واورى، خو تاسو يې نه اورئ.


هغوئ د لالچى سپو په شان دى چې هيڅکله نۀ مړيږى. باوجود د دې چې هغوئ ته شپانۀ وئيلے شى خو هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. هغوئ ټول په خپله مخه روان دى او خپلې ګټې پسې ګرځى.


د هغۀ سرکارى آفسران لکه د ليوانو په شان خپل ښکار شلوى، هغوئ وينه تويوى او خلق وژنى چې بې‌اِنصافه ګټه وکړى.


د دې حکمرانان په رشوت اخستو عدالت کوى، د دې اِمامان په پېسو تعليم ورکوى، او د دې پېغمبران په پېسو پېشګوئې کوى، او په مالِک خُدائ د باور کولو دعوىٰ کوى خو په حقيقت کښې په هغۀ باور نۀ کوى، او داسې وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ زمونږ په مينځ کښې نۀ دے؟ په مونږ به هيڅ افت رانۀ شى.“


او ورته يې وفرمائيل چې، ”صحيفې وائى چې زما کور به د دُعا کور بللے شى، خو تاسو ترې د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“


عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”اے د شرعې عالمانو په تاسو دې هم افسوس وى. ځکه چې تاسو په خلقو بې‌اندازې بوج وراچوئ ولې په خپله د دې د اوچتولو دپاره يوه ګوته قدرې هم نۀ وروړئ.


خو هغه نوکر چې د خپل مالِک په طبيعت پوهيږى خو بيا هم د هغۀ په مرضۍ عمل ونۀ کړى، هغه به سخت وهل وخورى.


هغۀ جواب ورکړو، اے بد تميزه. زۀ به هم ستا په خولۀ تا سره اِنصاف وکړم. تا ته دا معلومه وه چې زۀ يو سخت سړے يم او هغه څۀ حاصلوم چې کوم ما نۀ وى ورکړى او هغه څۀ رېبم چې کوم ما نۀ وى کَرلى؟


بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”بې‌شکه چې تاسو به ما ته دا متل ضرور واوروئ چې، حکيمه. خپل ځان روغ کړه او دا به ووايئ چې، تا چې هر څۀ په کفرنحُوم کښې کړى دى مونږه هغه اورېدلى دى، هغه څۀ دلته په خپله ښاريه کښې هم وکړه.


بلکې زۀ په خپل بدن تکليف تېروم او خپل غلام يې جوړوم، هسې نه چې زۀ نورو ته زيرے ورکوم او په خپله ترې محرومه شم.


ځکه هغه څوک چې سنت شوى دى په خپله په شريعت عمل نۀ کوى، خو هغوئ ستاسو سنتېدل صرف د دې دپاره غواړى چې هغوئ ستاسو په دې عمل فخر وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan