Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 2:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 او تاسو د کم عقلو معلِم او د ماشومانو اُستاذان يئ، ځکه چې په شريعت کښې تاسو د عِلم او د حقيقت مالِکان يئ،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 2:20
11 Iomraidhean Croise  

په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې.


او ستاسو په دې يقين دے چې تاسو د ړندو لارښودونکى يئ او د هغوئ دپاره رڼا يئ څوک چې په تيارۀ کښې دى،


نو بيا ولې مونږ د ايمان په وسيله شريعت شا ته غورزوو؟ هيڅکله نه، بلکې مونږ خو شريعت نور هم مضبوطوو.


نو د خُدائ پاک شُکر دے چې تاسو په يو وخت کښې د ګناه غلامان وئ خو اوس د زړۀ د اخلاصه د هغۀ د تعليم فرمانبردار شوئ کوم چې تاسو ته په حواله شوے دے.


اے وروڼو او خوېندو، ما تاسو سره لکه د روحانى خلقو په شان خبرې ونۀ کړے شوې بلکې داسې مې وکړې لکه چې دُنياوى خلقو سره چې په مسيح کښې ماشومان دى.


هغه معيارى تعليم چې تا زما نه په عيسىٰ مسيح کښې د ايمان او مينې په وسيله واورېدو په هغې معيار ژوند تېروه.


هغوئ به په ظاهره د ديندارۍ نمائش کوى خو په زړۀ کښې به يې يقين نۀ وى. د داسې خلقو نه ځان ساته.


هغوئ د خُدائ پاک د پېژندګلو دعوىٰ کوى خو په خپلو عملونو کښې هغوئ د هغۀ نه اِنکار کوى، ځکه چې هغوئ ناپاکه او نافرمانه دى او د يو نېک کار کولو قابل هم نۀ دى.


ځکه هر څوک چې پئ څښى، هغه لا ماشوم وى او د صداقت د کلام تجربه يې نۀ وى.


اے زما وروڼو او خوېندو، په تاسو کښې دې اُستاذان زيات نۀ شى ځکه چې تاسو ته پته ده چې مونږ څوک چې اُستاذان يُو، راسره به لا نور ډېر سخت حساب کِتاب کيږى.


لکه د نوؤ پېدا شوو ماشومانو په شان د خالص روحانى پيو خواهشمند اوسئ نو چې د دې په وسيله تاسو په خلاصون کښې لوئ شئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan