18 او تاسو ته د هغۀ رضا معلومه ده او د ښو او بدو نه خبر يئ، دا ځکه چې تاسو ته په شريعت کښې دا تعليم درکړے شوے دے،
ستا د کلام تعليم نُور ورکوى او جاهلانو خلقو ته پوهه ورکوى
حُکمونه د مالِک خُدائ رښتيا دى زړۀ خوشحالوى. د مالِک خُدائ حُکمونه پاک دى د ژوند پوهه ورکوى.
نو د هغوئ حُکمونه ډيوه ده او د هغوئ هدايت رڼا ده، او د هغوئ اصلاح د ژوندون لار ده.
دا د دې دپاره چې ستا په هغه خبرو پوره يقين وشى د کومو نه چې تۀ خبر کړے شوے يې.
خو هغه نوکر چې د خپل مالِک په طبيعت پوهيږى خو بيا هم د هغۀ په مرضۍ عمل ونۀ کړى، هغه به سخت وهل وخورى.
اوس تاسو په دې خبره پوهه شوئ نو تاسو بختور يئ کۀ چرې عمل پرې وکړئ.
ځکه چې کومې خبرې چې وړاندې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، هغه زمونږ د هدايت دپاره ليکل شوى دى، نو چې د صبر او د کِتابِ مقدس د تسلۍ د خبرو نه مونږ څۀ اُميد ولرو.
او ستاسو په دې يقين دے چې تاسو د ړندو لارښودونکى يئ او د هغوئ دپاره رڼا يئ څوک چې په تيارۀ کښې دى،
بل داسې يو قوم هم نشته چې هغه هر څومره لوئ وى، چې د هغوئ سره داسې د صداقت قانون وى لکه چې نن ما تاسو ته ښودلے دے.
چې تاسو داسې فېصله وکړے شئ څۀ چې ښۀ وى او چې تاسو د مسيح د واپسۍ تر ورځې پاک او بېعېبه پاتې شئ.
خو ټولې پېشګويانې وآزمايئ او چې کومې ښې وى هغه راټينګوئ.
خو سخت خوراک د بالغه کسانو دپاره وى ځکه چې هغوئ په تجربې سره د ښۀ او بد تر مينځه فرق کولے شى.
نو بيا کۀ څوک په ښۀ کولو پوهيږى او نۀ يې کوى، نو هغه ګناه کوى.