17 خو کۀ تاسو ځان ته يهوديان وايئ او په شريعت ټينګ ولاړ يئ او خُدائ پاک سره په خپل تعلق فخر کوئ،
ځکه چې مالِک خُدائ يعقوب غوره کړو، د دې دپاره چې هغه د هغۀ شى، او بنى اِسرائيل چې د هغۀ خاص ملکيت شى.
خو د اِسرائيل ټول اولاد به د مالِک خُدائ په نظر کښې صادقان شى او په هغۀ به فخر کوى.“
د دې حکمرانان په رشوت اخستو عدالت کوى، د دې اِمامان په پېسو تعليم ورکوى، او د دې پېغمبران په پېسو پېشګوئې کوى، او په مالِک خُدائ د باور کولو دعوىٰ کوى خو په حقيقت کښې په هغۀ باور نۀ کوى، او داسې وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ زمونږ په مينځ کښې نۀ دے؟ په مونږ به هيڅ افت رانۀ شى.“
په هغه ورځ به تاسو د هغه ټولو خراب کارونو په وجه چې تاسو ما سره کړى دى ونۀ شرمېږئ، ځکه چې زۀ به د دې ښار نه هغه خلق لرې کړم چې په خپل غرور خوشحالۍ کوى. تۀ به بيا کله زما په مقدس غر غرور ونۀ کړې.
تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”هم دغه صحيح جواب دے. دغه شان کوه نو ژوندے به اوسې.“
تاسو په غور صحيفې لټوئ ځکه چې تاسو سوچ کوئ چې په دې کښې به ستاسو د تل ژوندون وى خو دا صحيفې هم زما په حقله ګواهى ورکوى.
دا سوچ مۀ کوئ چې زۀ به د پلار په وړاندې په تاسو اِلزام ولګوم. په تاسو اِلزام لګونکے موسىٰ دے، په چا چې تاسو اُميد ساتئ.
ولې موسىٰ تاسو ته شريعت نۀ وو درکړے؟ خو تاسو کښې يو هم پرې عمل نۀ کوئ. تاسو ولې زما د مړ کولو موقع ګورئ؟“
هغوئ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ د اِبراهيم اولاد يُو، مونږ چرې هم د چا غلامان شوى نۀ يُو. ستا د دې وينا نه څۀ مطلب دے چې تاسو به آزاد شئ؟“
تاسو د خپل پلار غوندې کارونه کوئ.“ هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”مونږ حراميان نۀ يُو، او خُدائ پاک په خپله زمونږ پلار دے.“
سره د دې چې تاسو په شريعت فخر کوئ نو بيا ولې تاسو د شريعت په ماتولو د خُدائ پاک سپکاوے کوئ؟
نو بيا مونږ په دې فخر وکړو چې د خُدائ پاک په نزد ګنې مونږ ښۀ کار کړے دے؟ نه، مونږ په دې فخر نۀ شُو کولے ځکه چې زمونږ صداقت د شريعت په بنياد نه بلکې د ايمان په وسيله دے.
داسې ولې وشول؟ ځکه چې د هغوئ کوشش د ايمان په بنياد نۀ وو بلکې د عمل په بنياد وو. هغوئ په کاڼى تيندک وخوړو.
ولې هغوئ عبرانيان دى؟ نو زۀ هم يم. ولې هغوئ بنى اِسرائيل دى؟ نو زۀ هم يم. ولې هغوئ د اِبراهيم د نسل نه دى؟ نو زۀ هم يم.
مونږ پېدائشى يهوديان يُو او د غېريهوديانو په شان ګناهګاران نۀ يُو.
نو بيا دا خبره مۀ هېروئ چې يو وخت تاسو غېريهوديان هم بېخُدايه ګڼلے شوئ. او يهوديانو به تاسو ته ناسنته او د کافر آواز کولو، اګر چې دې سنت صرف د هغوئ بدن متاثره کړے وو.
ما ته ستا د تنګسيا او غربت پته ده، خو بيا هم تۀ مالدار يې، زۀ د هغه خلقو د کُفر وئيلو نه هم خبر يم چې ځان ته يهوديان وائى خو دى نۀ. دا د شېطان جماعت دے.
”د سرديس د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، چا سره چې د خُدائ پاک اووۀ روحونه او اووۀ ستورى دى هغه دا وائى چې زۀ ستا په ټول عمل خبر يم چې تۀ تش په نوم ژوندے يې خو يې مړ.
ګوره، د شېطان د قبيلې نه به هغوئ راولم چې ځان ته يهوديان وائى خو نۀ دى بلکې دروغژن دى، هغوئ به درشى او ستا په پښو به پرېوځى او هغوئ به په دې پوهه شى چې تۀ زما محبوب يې.