Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 2:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 ځکه چې نۀ صرف د شريعت په اورېدو بلکې په هغې د عمل کولو په وسيله سړے د خُدائ پاک په نظر کښې صادق کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 2:13
29 Iomraidhean Croise  

او خپل خِدمتګار دې د عدالت دپاره مۀ راوله، ځکه چې ستا په وړاندې څوک هم بې‌ګناه نۀ دى.


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې وګرځه. هلته زما ټول پېغامونه هغوئ ته بيان کړه او خلقو ته ووايه چې، د لوظ په شرطونو باندې غور وکړئ، او په هغۀ باندې عمل وکړئ.


ما هغوئ له خپل حُکمونه ورکړل او خپل قانون مې هغوئ ته وښودلو، هر څوک چې په دې عمل کوى نو هغوئ به ژوندى پاتې شى.


زۀ تاسو ته وايم چې هم دا سړے د هغه اولنى سړى نه زيات صادق کور ته واپس لاړو، ځکه هر څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت کړے شى.“


هغۀ جواب ورکړو، ”زما مور او زما وروڼه هغه څوک دى چې د خُدائ پاک کلام اورى او عمل پرې کوى.“


اوس تاسو په دې خبره پوهه شوئ نو تاسو بختور يئ کۀ چرې عمل پرې وکړئ.


او هر څوک چې په عيسىٰ ايمان راوړى، د هغۀ په وسيله به د هغۀ هره هغه ګناه معاف شى کومه چې د موسىٰ په شريعت کښې معاف کېدے نۀ شوله.


موسىٰ د هغه صداقت په حقله ليکلى دى کوم چې د شريعت نه راغلے دے چې، ”څوک چې په شريعت عمل کوى هغه به د دې په سبب پائى.“


سنت کېدل فائده مند دى خو چې تاسو په شريعت عمل کوئ، خو کۀ تاسو چرې په شريعت عمل نۀ کوئ نو ستاسو سنت داسې دے لکه بې‌سنته.


ځکه چې يو بنى آدم به هم په شريعت د عمل کولو په وجه د خُدائ پاک په وړاندې صادق نۀ وى ځکه چې د شريعت په وسيله ګناه پېژندلے کيږى.


ځکه چې ټولو ګناه کړې ده او د خُدائ پاک د لويئ نه محروم دى.


ځکه چې خُدائ پاک يو دے او هغه به سنت شوى د ايمان په وسيله او ناسنته هم د ايمان په وسيله صادق کړى.


زۀ په خپله په خپل ځان کښې د څۀ عېب احساس نۀ کوم خو د دې مطلب دا نۀ دے چې زۀ بې‌عېبه يم. ځکه چې مالِک زما جاج اخلى.


خو اوس مونږ په دې پوهيږو چې څوک هم د شريعت په عملونو نه، بلکې صرف په عيسىٰ مسيح په ايمان راوړلو صادق کيږى. او مونږ په خپله په عيسىٰ مسيح ايمان راوړو د دې دپاره چې مونږ په مسيح په ايمان راوړلو سره صادق شُو، نه چې د شريعت په عملونو، ځکه چې د شريعت په عملونو څوک هم صادق کېدے نۀ شى.


ځکه کۀ تاسو په شريعت د عمل کولو په وسيله خپل ځان صادق کول غواړئ، نو په دې تاسو د مسيح سره خپل تعلق ختم کړو او د خُدائ پاک د فضل نه محروم پاتې شوئ.


بيا موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو اوس به تاسو په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.


موسىٰ ټول اِسرائيليان راغونډ کړل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو. دې قانون ته غوږ ونيسئ کوم چې نن زۀ تاسو له درکوم. دا زده کړئ او وګورئ چې خامخا به ورباندې عمل وکړئ.


اے بنى اِسرائيلو، غوږ شئ. او په دې حُکمونو باندې عمل کوئ نو ستاسو هر کار به سم وى او په هغه مُلک کښې به مو ډېر اولاد پېدا شى چې زرخيزه او آباد دے، لکه څنګه چې مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک، تاسو سره وعده کړې ده.


د خُدائ پلار په وړاندې چې خالص او پاک دين دے يعنې هغه دا چې د يتيمانانو او کونډو په مشکلاتو کښې د هغوئ مدد وکړئ او خپل ځان د دُنيا د ګندګۍ نه وساتئ.


کۀ تاسو ته پته وى چې مسيح صادق دے نو تاسو به په دې مطمئن شئ چې څوک صداقت کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى.


زما بچو، څوک دې هم تاسو دوکه نۀ کړى ځکه چې څوک هم صداقت کوى هغه صادق دے لکه چې مسيح صادق دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan