Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 16:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 اوربانوس ته مې سلام وايئ چې د مسيح په خِدمت کښې زمونږ ملګرے دے، او په ما ګران ستاخوس ته هم سلام وايئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 16:9
9 Iomraidhean Croise  

زما د خِدمت ملګرے تيموتيوس او هم دغسې زما عزيزان لوکيوس، ياسون او سوسيپطرس تاسو ته سلام وائى.


اندرونيکوس او يونياس ته مې سلام وايئ، هغوئ زما عزيزان دى او ما سره په قېدخانه کښې وُو. هغوئ په رسولانو کښې مشهور دى او زما نه مخکښې يې په مسيح ايمان راوړے وو.


امپلياطوس ته مې سلام وايئ چې د مالِک د خاطره په ما ګران دے.


کۀ چرې د خُدائ پاک روح په تاسو کښې وى چا چې عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندے کړے دے، نو چا چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے کړے دے هغه به ستاسو فانى وجودونو ته هم نوے ژوند ورکړى، د خپل هغه روح په وسيله چې په تاسو کښې اوسى.


زۀ په مسيح کښې يو سړے پېژنم څوک چې څوارلس کاله مخکښې اوچت کړے شو او آخرى آسمان ته پورته کړے شو، خو زۀ خبر نۀ يم چې په وجود کښې وو او کۀ د وجود نه بغېر وو، خُدائ پاک ته پته ده.


نو بيا کۀ څوک په مسيح کښې وى نو هغه نوے مخلوق دے. زاړۀ هر څۀ ختم شول، وګورئ هر څۀ نوى شول.


او په يهوديه کښې چې د مسيح جماعتونه دى هغوئ زۀ تر اوسه نۀ پېژندلم.


خو زۀ دا ضرورى ګڼم چې خپل ورور او د خِدمت ملګرے او د يو مورچې فوجى اِپفروديتوس تاسو له درولېږم څوک چې ستاسو پېغام وړونکے هم دے او څوک چې تاسو راولېږلو چې زما ضرورتونه پوره کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan