27 د هغه واحد خُدائ پاک چې په هر څۀ پوهيږى، جلال دې د عيسىٰ مسيح په وسيله تل تر تله وى. آمين.
زمونږ مالِک خُدائ لوئ او په طاقت کښې زورَور دے، او د هغۀ د پوهې څۀ حد نشته دے.
خو مالِک خُدائ پاک هم هوښيار دے. هغه په تاسو افت راولى. هغه خپلې خبرې سر ته رسوى چې بدعمله او هغه خلقو له سزا ورکړى چې څوک د دې بدعمله خلقو حِفاظت کوى.
ځکه چې دا ټول څيزونه د هغۀ د لاسه ملاويږى او د هغۀ په وسيله موجود دى او د هغۀ لويئ دپاره دى. د هغۀ ثنا دې تل تر تله وى. آمين.
په دې هر څۀ کښې د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د جماعت په وسيله خپل هر قسمه حکمت هغه ناليدونکو حاکمانو او د واک خاوندانو ته چې په آسمانى ځايونو کښې دى ښکاره کړى.
زمونږ د خُدائ پاک او پلار جلال دې تل تر تله وى. آمين.
اوس دې د ازلى بادشاه، يعنې د ابدى او ناليدلى واحد خُدائ پاک عزت او جلال تل تر تله وى. آمين.
دا واحد هغه دے چې څوک غېر فانى دے او هغه په هغه بېمثاله نُور کښې اوسيږى چې نۀ چا ليدلے او نۀ به يې ووينى. د هغۀ عزت او بادشاهى دې تل تر تله وى، آمين.
مالِک به ما د هر شېطانى حملې نه بچ کوى او خپلې آسمانى بادشاهۍ ته به مې په حفاظت رسوى. د هغۀ لوئى دې تل تر تله وى. آمين.
ځکه دې د عيسىٰ په وسيله مونږ مسلسل خُدائ پاک ته د شُکر ګزارۍ قربانى پېش کوُو او دا د ذکر هغه مېوه ده چې د هغۀ د نوم اقرار کوى.
هغه دې د خپلې رضا پوره کولو دپاره تاسو ته هر څۀ درکړى او هغه دې د عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ کښې هغه کارونه وکړى څۀ چې د هغۀ خوښ وى. د هغۀ حمد و ثنا دې تل تر تله وى. آمين.
تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.
بلکې زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په فضل او عِلم کښې ترقى وکړئ. د هغۀ جلال دې اوس هم وى او تل تر تله دې وى. آمين.
د ايکې يو خُدائ پاک چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ خلاصونکے دے، د هغۀ دې جلال، شان و شوکت، قُدرت او اختيار د ازل نه، اوس او تل تر تله وى. آمين.